ازبکستان د افغانستان دسولې دخبرواترو کوربه کیږی
افغانستان او ازبکستان موافقه کړې ،څو د دغه هیواد په پلازمینې کې په راتلونکی میاشت کې د سیمې د هیوادونو دخارجه وزیرانو په سویه د : افغانستان د سولې په لاره : په عنوان سره یوه غونډه ترسره کړی .
تسنیم خبری آژانس راپور ورکړ د ازبکستان خارجه وزیر عبدالعزیز کامل اف په یولړ څرګندونو کې وئیلی دی ، دافغانستان د سولې دخبرواترو دغه سیمه ایزه غونډه به په راتلونکی میلادی میاشت کې د افغانستان د ملی وحدت حکومت او د دغه هیواد دمخالفو ډلو ترمینځ په دغه هیواد کې سولې ته درسیدا په موخې سره ترسره شی .
دازبکستان خارجه وزیر زیاته کړې ، دسولې خبرې اترې باید له کوم وارمخکې شرط پرته او د ملګروملتو د چارواکو په شتون سره ترسره شی .
له دې مخکې هم دافغانستان اوسیمه ایزو هیوادونو ترمینځ څواړخیزې ناستې ترسره شوی ، خو تر دې دمه ئې دپام وړ نتیجه نه ده درلودلې
افغانستان او ازبکستان موافقه کړې ،څو د دغه هیواد په پلازمینې کې په راتلونکی میاشت کې د سیمې د هیوادونو دخارجه وزیرانو په سویه د : افغانستان د سولې په لاره : په عنوان سره یوه غونډه ترسره کړی .