په افغانستان کې یوسل شل ترهه ګر وژل شوی دی
دافغانستان په کابل کې نن هم په یوې زوروې چاودنې کې چې پړه ئې هم طالبانو ډلې په غاړه اخستې ده ، تر دې دمه پکې کابو شپیته کسان وژل شوي او څه دپاسه یو سل پنځه نوي نور ټپیان شوي دي ، څو ورځې مخکې هم دکابل په انټرکانټي نینټل هوټل په حملې کې هم چې پړه ئې همدغو طالبانو ډلې په غاړه اخستې وه ، په لسګونو کسان مړه او ټپیان شوي وو .
زمونږخبریال راپورراکړ د افغانستان د دفاع وزارت نن دیوې اعلامیې په خپرولو سره وئیلی دی ، د دغه هیواد په ننګرهار ،غزنی ،لوګر ،پکتیا ، ارزګان ، زابل وفراه ، بادغیس، فاریاب ،بغلان او نیمروز ولایتونو کې په تیر شواروز کې په پاکونکو عملیاتو کې یوسل شل ترهه ګرهلاک او ۵۷نور هم ټپیان شوی دی .
راپورښئ په هلاک شوو کې ۳۱ترهه ګر داعشی تکفیریان ، د ننګرهار ولایت په آچین او ده بالا ولسوالیو کې په پاکونکو عملیاتو کې په نښه شوی دی .
دافغانستان دفاع وزارت د نورو ترهه ګرو ډلو هویّت ته کومه اشاره نه ده کړې .
داپه داسې حال کې دی چې دافغانستان په کابل کې نن هم په یوې زوروې چاودنې کې چې پړه ئې هم طالبانو ډلې په غاړه اخستې ده ، تر دې دمه پکې کابو څلویښت کسان وژل شوی او څه دپاسه یو سل څلویښت نور ټپیان شوی دی ، څو ورځې مخکې هم دکابل په انټرکانټی نینټل هوټل په حملې کې هم چې پړه ئې همدغو طالبانو ډلې په غاړه اخستې وه ، په لسګونو کسان مړه او ټپیان شوی وو .