په ننګرهار کی د داعش ترهه گری ډلی مرګ ژوبله
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i64945-په_ننګرهار_کی_د_داعش_ترهه_گری_ډلی_مرګ_ژوبله
دننکرهار امنیه قوماندانی ویاندحضرت حسین مشرقیوال نن د دوشنبی په ورخ وویل: ددی ولایت داچین په ولسوالی کی د افغان او بهرنیو ځواکونو دهوایی او ځمکنیو بریدونو له امله د داعش ترهه گری ډلی  پنځه ویشت تنه وسله وال وژل شوی او دهغوی وسلی او مهمات هم له منخه تللی دی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 05, 2018 09:32 Asia/Kabul
  • په ننګرهار کی د داعش ترهه گری ډلی مرګ ژوبله

دننکرهار امنیه قوماندانی ویاندحضرت حسین مشرقیوال نن د دوشنبی په ورخ وویل: ددی ولایت داچین په ولسوالی کی د افغان او بهرنیو ځواکونو دهوایی او ځمکنیو بریدونو له امله د داعش ترهه گری ډلی  پنځه ویشت تنه وسله وال وژل شوی او دهغوی وسلی او مهمات هم له منخه تللی دی.

 

مشرقیوال وویل: له تیری ورځی راهیسی په اچین ولسوالی کی دداعش ترهه گری ډلی اود منگل باغ په مشری د لشکر اسلام پاکستانی طالبانو وسله والی ډلی تر منخ وسله واله نښته روانه ده؛ تر اوسه یی له دواړو لوریو شپاړس تنو ته مرګ ژوبله اوښتی ده. په سیمه کی عینی شاهدانو هم دغه خبر منلی، خو یادو دواړو ډلو په دی اړه څه نه دی ویلی. داعش او لشکر اسلام دواړه ترهه گری ډلی له تیرو دوه کالو راهیسی په خپلو کی همغږ ی و.