کله د شوروی اتحاد پوځ ووت،نو بیاپه افغانستان کې جنګ ولې ؟
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i65661-کله_د_شوروی_اتحاد_پوځ_ووت_نو_بیاپه_افغانستان_کې_جنګ_ولې
د ۱۳۶۷لمریزکال دسلواغې په شپږویشتمه نیټه له افغانستانه د وخت دشوروی اتحاد نیواکګر پوځ کله ووت نو په دغه جنګ ځپلی هیواد کې داخلی شخړې ، دطالبانو او القادعې په څیر دسپیرو بلاګانو راپنځیدا او دستمبر د یولسمې نیټې مرموزو پیښو،په ۲۰۰۱کال کې دامریکا اوناټو ځواکونو د یرغلونو او په دغه هیواد کې د جنګ د دوام زمینه برابره کړه .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 15, 2018 12:21 Asia/Kabul
  • کله د شوروی اتحاد پوځ ووت،نو بیاپه افغانستان کې جنګ ولې ؟

د ۱۳۶۷لمریزکال دسلواغې په شپږویشتمه نیټه له افغانستانه د وخت دشوروی اتحاد نیواکګر پوځ کله ووت نو په دغه جنګ ځپلی هیواد کې داخلی شخړې ، دطالبانو او القادعې په څیر دسپیرو بلاګانو راپنځیدا او دستمبر د یولسمې نیټې مرموزو پیښو،په ۲۰۰۱کال کې دامریکا اوناټو ځواکونو د یرغلونو او په دغه هیواد کې د جنګ د دوام زمینه برابره کړه .

زمونږ خبریال راپور راکړ ،  له ننه   نهه ویشت کاله  مخکې  په همداسې ورځې  له افغانستانه د   وخت دشوروی اتحاد نیواکی عسکرو  په وتلو سره  افغان ولس نیواکګرو ته  درس اخستونکی ځواب ورکړ، خو  دغه نیواک ډیرې تراخې خاطرې او کیسه په ځای پریښودلې ده .  دافغانستان  حکومتی  چاراواکو په وینا،  دشوروی اتحاد  تیریو او په  هیواد کې د جنګ دوام  د د افغانستان ډیر بیخ بینائی  تاسیسات تر نابودۍ پورې  په کنډوالو بدل  کړی او افغانستان د  پرمختګ له کاروانه وروسته پاتې شو  او  همداراز  د دغو عسکرو تیری اوپه دې پسې   په هیواد کې د جنګ  دوام لامل شو،  څو  افغانستان ډیرې زیات معنوی  او مادی لګښتونه ورکړی .  دپخوانی شوروی د  سرۀ پوځ  دلس کلونو تیریو په نتیجې کې چې  د ۱۳۵۸لمریز کال د مرغومې دمیاشتې په   شپږمه پیل  شوی وو ،  دهیواد دبیخ بینائی تاسیساتو  پر له مینځه تلو سربیره ،  کابو  یو میلیون  افغانان  ووژل ، کابو درې میلیون  کسان  هم ټپیان  او  پرکوټ شول او دغه راز  څه دپاسه پنځه میلیون  نور هم کډه په سر   شول  او مهاجرت ئې وکړ .

  افغانستان ته د  وخت دشوروی تیریګر پوځ  په ورتلو سره  د د افغانستان د  وخت ولسمشر حفیظ الامین  ووژل شو او ببرک کرمل  قدرت  ته ورسید.  په دې پسې دافغانستان ولس هم د دغه هیواد په ګوټ ګوټ کې پاڅون وکړ. دشوروی اتحاد دتیریګر ځواک له وتلو وروسته   دکمونیسټانو له  تالی څټو او پاتې کسانو څخه  قدرت  بیا نجیب ا...  ته  ورسید،څو دا چې  مجاهدین  د هغه دحکومت په نسکورولو کې بریالی شول  او د قدرت واګې په لاسو  کې واخستې ،خو  قدرت ته دمجاهدینو  په رسیدو سره  هم   جنګ ختم نه شو، بلکې  د مجاهدینو ترمینځ   د داخلی جنګونه لړۍ پیل شوه  چې دغه جنګونه  د  نویمې لسیزې  په مینځیو کې  د امریکا ، انګلستان ،  پاکستان او سعودی عربستان  په وسیله  دطالبانو  دښکارندې د راپنځیدا لامل شوه . کله چې  د مجاهدینو او طالبانو  ترمینځ  جنګ پیل شو ،نو  له  هغو بیخ بینائی تاسیساتو ځینی برخې ،چې  دشوروی  د  وخت   دپوځ  په لاس له جنګه  پاتې وې ،  د داخلی جنګونو اوشخړو په نتیجې کې  تقریبا درستې  له مینځه  لاړې  او په کنډوالو بدلې شوې . هغه وخت افغانستان یوازې  له شوروی اتحاد سره   ښکیل ؤ ،  خو اوس  له څو اړخونو  له جنګ سره لاس اوګریوان دی . 

د افغانستان د اوسنی حکومت دچارواکو  په وینا،  افغانستان  له کابو شلو ترهه ګرو ډلو سره   په جنګ بوخت دی . که څه هم   دافغانستان حکومت ډاډمن دی ،  چې   په نهایت کې   به بریالیتوب د  حکومت  وی ، خو اوس پوښتنه داده چې  آیا امریکا  هم دغه شان غواړی ؟،  په دې باب د تهران دپښتو خپرونې   په دې اړه د ټیلیفون له لارې د افغانستان  دعلومو په اکاډمۍ کې دافغان آریانا دایرة المعارف برخې  دمسئول او تکړه شناندی  ښآغلی حبیب ا... رفیع  نظر پوښتلی چې هغه هم په ځواب کې  وئیلی دی ،  دافغانستان  جغرافیائی  موقعیّت  ډیر حساس او سټراټژیک دی ، په همدې خاطر دتاریخ په اوږدو کې سلګونه کلونه کیږی چې  دغه هیواد  دتیریګرو له سپیرو موخو اوتیریوسره لاس اوګریوان دی .سکندر،چنګیز خان،انګلستان  او   پخوانی شوروی  اتحاد ، دافغانستان دنیواک لپاره  ځپل زور آزمویلی دی. او اوس  هم امریکا همدغه کار کوی .  استاد حبیب ا... رفیع  دغه راز ووئیل ، افغانستان   په اتیایمې لسیزې کې  دوخت شوروی اتحاد نیولی ؤ  او د دې نیواک په نتیجې  کې  دافغانستتان  ولس  د  لویدیځ اوځینو نورو هیوادونو  په مرستې سره بلاخره دغه نیواک ختم کړ او  امریکا  یوډول وتوانیدله  دافغانستان د ولس  له جهاده په استفادې سره ،   له شوروی   د ویئتنام غچ واخلی  او  سوړ  جنګ   هم پخپله ګټه ختم کړی ، خو   د شوروی او  دافغانستان د کمونیسټانو له  ناکامۍ وروسته  شرائط  ، دامریکا په دسیسو سره داسې   شول ، چې  د مجاهدینو ،د طالبانو او القاعدې دښکارندو ترمینځ   د داخلی جنګونو لپاره زمینه برابره شوه . او د ۲۰۰۱کال دستمبر د یولسمې نیټې  مرموزې پیښې ، دې ځل   دامریکا او ناټو   په لاس د نیواک لپاره زمینه  داسې بربره کړه چې  زیاتره هیوادونو حتی  ملګروملتو   هم  له ترهه ګرۍ سره دمبارزې په پلمه  له امریکا  سره  ملګرتیا او مرستې وکړې  او افغانستان ، چې  تر لسو کلونو پورې د شوروی اتحاد په نیواک کې ؤ ، له ۲۰۰۱کال څخه  تر دې دمه،له ترهه ګرۍ او نشه ایزو توکوسره د مبارزې دشعار په پوښښ  سره   دامریکا اوناټو په نیواک کې دی چې  اوس   د دغه  نیواک  په اولسو کلونو تیریدا سره سره،تردې دمه  دترهه  ګرۍ او نشه ایزوتوکو  جرړې وچې شوی نه دی ،بلکې  دغه سپیرې بلاګانې څوچنده زیاتې شوی هم دی .  د افغانستان دغه لیکوال  او شناندی  دشوروی او امریکا په لاس  د  دافغانستان  د افغانستان  د نیواک په پرتله کولو سره  ووئیل ،  دشوروی په لاس نیواک ډیر عادی او نیغ په نیغه ؤ ، او اصلا خطرناک نه ؤ ، خو د امریکا په لاس دافغانستان نیواک  ډیر خطرناک اومنافقانه دی . امریکا  دافغانانو په مرستې سره روسانو ته ماته ورکړه  اواوس   ئې دترهه ګرو په مټ   افغانستان  نیولی دی او غواړی ،  په سیمې کې خپل سیالان،  دافغانستان  له خاورې په استفادې سره  ناکام کړی . ښاغلی   رفیع   دکابل وروستۍ غونډې ته په اشارې سره  چې   په کابل کې  د  امریکا دمرکزی قوماندانۍ  له خوا له ترهه ګرۍ اونشه ایزو توکو سره د مبارزې  په عنوان سره ترسره شوی ،  ووئیل ؛ دا یوازې خلکو ته دوکه ورکول دی . ځکه  امریکا تر دې دمه   خپلو موخو ته  نه ده رسیدلې . هغه   له  ۱۳۵۷ لمریز کال څخه تر دې دمه دافغانستان  د  حکومتونو کړنو ته په اشارې سره  ووئیل ،  افغانستان  له ۱۳۵۷لمزیز کال راهسې تر دې دمه، ملی حکومت نه لری  او  دببرک  کارمل  او نجیب ا.. . حکومتونه هم  د شوروی لاسپوڅی  وو .  دبرهان الدین ربانی حکومت هم  دپاکستان  تالی څټی  او دحامد کرزی  او  اشرف غنی  حکومتونه  هم د امریکا  لاسپوټی اوګوډاګیان  دی  او  له خپلې خوا ئې هیڅ اختیارات نه دی درلودلی  . هغه  دغه راز زیاته کړې تر څو چې  افغانان  دامریکا په مقابل کې  سره یو موټی نه شی ،  نو دافغانستان جنګ به هماغه راز دوام وکړی، او درست ولس به هم له دغه شان شخړو او ترینګلتیاؤ سره لاس اوګریوان وی .

(لیکوال : عاشق حسین طوری )