طالبان دافغانستان له حکومت سره د روغې جوړې خبرې نه کوی
دافغانستان ولسمشر اشرف غنی پرون د کابل د سولې د نړیوالې غونډې په پرانیستونکو دستورو کې له هر ډول شرط پرته او په هرځای کې چې وی ، له طالبانو ډلې سره دهرډول خبرواترو لپاهر دکابل حکومت دچمتووالی خبر ورکړی ؤ .
زمونږخبریال راپورراکړ د افغانستان طالبانو ډلې دکابل په نړیوال کنفرانس کې دافغان حکومت دخبرواترو د غوښتنې په ردولو سره دا ، د طالبانو ډلې په ضد یوه دسیسه بللې ده .
دکابل دسولې نړیوالې غونډې له ترسره کیدا یوه ورځ وروسته دافغانستان طالبانو ډلې دیوې خبرتیا په خپرولو سره،د خبرواترو لپاره دافغانستان د حکومت غوښتنه غیر منطقی بللی او اعلان ئې کړې ، د دغو هلو ځلو موخه ،د طالبانو ډلې تسلیمیدا ده.
طالبانوډلې په دغې خبرتیا کې امریکایانوته په خطاب کې افغانستان نیول شوی بللی او وئیلی ئې دی ، د کابل له حکومت سره په خبرواترو او دهغو په روا بللو مشتمل د تاسو غوښتنه ، په افغانستان کې د بریالیتوب لپاره د امریکا هماغه کړن لاره ده .
داپه داسې حال کې دی چې دافغانستان ولسمشر اشرف غنی پرون د کابل د سولې د نړیوالې غونډې په پرانیستونکو دستورو کې له هر ډول شرط پرته او په هرځای کې چې وی ، له طالبانو ډلې سره دهرډول خبرواترو لپاره دکابل حکومت دچمتووالی خبر ورکړی ؤ .
طالبانو ډلې له دې مخکې داشرف غنی له حکومت سره خبرې اترې ، له دغه هیواده د امریکا په مشرۍ دنیواکګرو له وتلو سره مشروطې کړې وې .
دافغانستان د حکومت په چورلیزتوب سره له ترهه ګرۍ سره دمبارزې او د سولې لپاره د لارو چارو دوړاندې کولو به موخې سره د ؛ کابل پروسې ، دوهمه نړیواله غونډه پرون د څه دپاسه شلو هیوادونو او نړیوالو موسسو د استازو په شتون سره دافغانستان دپلازمینې په چټی کولو او د سختو امنیتی تابیاؤ په غوره کولو سره ترسره شوه .