دافغانستان دجوزجان او فاریاب ولایتونو امنیتی حالات ډیر ترینګلی شوی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i66769-دافغانستان_دجوزجان_او_فاریاب_ولایتونو_امنیتی_حالات_ډیر_ترینګلی_شوی
که مرکزی حکومت دغې موضوع ته بې توجه شی ، نو د دغه ولایت د له لاسه وتلو ا حتمال به ډیر زیات شی، ځکه اوس دافغانستان امنیتی ځواک د ولایت په ټولو ولسوالیو کې یوازې درې کلی په اختیار کې لری او په نورو سیمو طالبان مسلط شوی دی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Mar 04, 2018 09:23 Asia/Kabul
  • دافغانستان دجوزجان او فاریاب ولایتونو امنیتی حالات ډیر ترینګلی شوی

که مرکزی حکومت دغې موضوع ته بې توجه شی ، نو د دغه ولایت د له لاسه وتلو ا حتمال به ډیر زیات شی، ځکه اوس دافغانستان امنیتی ځواک د ولایت په ټولو ولسوالیو کې یوازې درې کلی په اختیار کې لری او په نورو سیمو طالبان مسلط شوی دی .

 تسنیم خبری آژانس راپورورکړی ،  دافغانستان دفاریاب ولایتی شورا  مشر محمد طاهر رحمانی  نن سهار په یولړ څرګندونو کې  وئیلی دی ،  د دغه ولایت  زیاتره سیمې د طالبانو  په نیواک کې دی  او د دغه ولایت دنسکوریدا خطره زیاته شوې ده .

  هغه زیاته کړې    که  مرکزی حکومت   دغې موضوع ته  بې توجه شی ، نو د دغه ولایت د له لاسه وتلو ا حتمال به ډیر زیات شی، ځکه اوس  دافغانستان امنیتی ځواک  د ولایت په ټولو ولسوالیو کې  یوازې درې کلی په اختیار کې لری  او  په نورو سیمو طالبان مسلط شوی دی .

 د فاریاب ولایتی شورا مشر خبرداری ورکړی ،که  افغان چارواکی  دفاریاب ولایت  امینتی حالاتو ته پام ونه کړی ونو  دغه ولایت به هم د کندوز ولایت دبرخلیک په څیر برخلیک ولری .

په یوه بل خبر کې هم  د  افغانستان دجوزجان ولایتی شورا یوې  غړې میرمن حلیمه صدف هم وئیلی دی ، د دغه ولایت   په قوش تپه او درزآب  ولسوالیو کې  له کابو یو نیم کال راهسې داعشی ترهه ګر شتون لری او د دغو دواړو ولسوالیو  امنیت ورځ تربلې ترینګلی کړی دی .  هغې همداراز  په جوزجان ولایت کې  دپوځ قوماندان  د داعشی ترهه ګرو دحملو په مقابل کې بې وسه  وبالۀ او وې وئیل   پوځ  په  جوزجان ولایت کې  له دغې ترهه ګرې ډلې سره  په مبارزې کې لټی کوی  او که دغه وضعّیت دوام وکړی ،نو  ممکنه ده  دسیمې اوسیدونکی  کرارو سیمو ته کډه په سر شی .