په جوزجان ولایت کې دیارلس تکفیری داعشیان هلاک شوی دی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i66783-په_جوزجان_ولایت_کې_دیارلس_تکفیری_داعشیان_هلاک_شوی_دی
په تیرو څو اونیو کې د جوزجان ولایت قوش تپه او درزآب ولسوالۍ د امنیتی ځواک او داعشی تکفیریانو ترمینځ د خونړیو نښتو ډګر ؤ چې په سلګونو کسان په مړه او ټپیان شوی دی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Mar 04, 2018 11:42 Asia/Kabul
  • په جوزجان ولایت کې دیارلس تکفیری داعشیان هلاک شوی دی

په تیرو څو اونیو کې د جوزجان ولایت قوش تپه او درزآب ولسوالۍ د امنیتی ځواک او داعشی تکفیریانو ترمینځ د خونړیو نښتو ډګر ؤ چې په سلګونو کسان په مړه او ټپیان شوی دی .

 زمونږ خبریال له کابله راپور راکړ  د افغانستان د شمال په حوزې کې  د پوځي ځواک دقوماندانۍ   مطبوعاتي دفتر   نن د یوې اعلامیې په خپرولو  سره وئيلی دي ، دغه عملیات  بیګا  د جوزجان ولایت په درزآب  ولسوالۍ کې  شوي چې له امله ئې  د دوو تاجکو  ښاریزو پشمول دیارلس داعشیان هلاک شوي او یوشمیر  نور ئې هم  ټپیان شوي دي .

 هغه زیاته کړې ، هلاک شوي کسان  د داعش ترهه ګرې  ډلې  د یوه مهم کمانډر  قاری حکمت ا....  کسان وو .

 په تیرو څو  اونیو کې  د جوزجان ولایت  قوش تپه او درزآب  ولسوالۍ  د امنیتي ځواک او داعشی تکفیریانو ترمینځ د خونړیو  نښتو  ډګر  ؤ  چې  په سلګونو کسان په  مړه او ټپیان شوي دي .

همداراز دافغانستان د کورنیو چارو وزارت  هم نن دیوې اعلامیې په خپرولو سره وئيلی دي ، د طالبانوډلې هغه څلور جنایتکار چې نیت ئې درلود،  دجوزجان ولایت په منګجک ولسوالۍ کې  ئې بم کیښود، چې  مخکې دخپل بم  ښکار شول او په ټکه  جهم ته ورسیدل .

 په یوه بل خبر کې شین هوا خبری آژانس هم لیکلي دي ،  دافغانستان امنیتي چارواکي وائي  امنیتی ځواک بیګا  په کندوز ولایت کې شپږ وسلوال طالبان نیولي  او دهغوي له منګولو ئې زیات شمیر وسلې مهمات ، نقشې ، تجهیزات او په لسګونو کلو چاودیدونکي توکي هم کشف او ضبط کړي دي . دوي  وئيلی دي ،  امینتی ځواک  په دې  باب داطلاعاتو  په ترلاسه کولو پسې چې  د دغې ډلې  وګړي  د ورانکارو فعالیتونو لپاره هڅه کوله  ، په یولړ عملیاتو کې  راګیر او د هغوي شپږ کسان هم  دامنیتی مامورانو په منګولو کې ګیر شول .