په جوزجان ولایت کې دیارلس تکفیری داعشیان هلاک شوی دی
په تیرو څو اونیو کې د جوزجان ولایت قوش تپه او درزآب ولسوالۍ د امنیتی ځواک او داعشی تکفیریانو ترمینځ د خونړیو نښتو ډګر ؤ چې په سلګونو کسان په مړه او ټپیان شوی دی .
زمونږ خبریال له کابله راپور راکړ د افغانستان د شمال په حوزې کې د پوځي ځواک دقوماندانۍ مطبوعاتي دفتر نن د یوې اعلامیې په خپرولو سره وئيلی دي ، دغه عملیات بیګا د جوزجان ولایت په درزآب ولسوالۍ کې شوي چې له امله ئې د دوو تاجکو ښاریزو پشمول دیارلس داعشیان هلاک شوي او یوشمیر نور ئې هم ټپیان شوي دي .
هغه زیاته کړې ، هلاک شوي کسان د داعش ترهه ګرې ډلې د یوه مهم کمانډر قاری حکمت ا.... کسان وو .
په تیرو څو اونیو کې د جوزجان ولایت قوش تپه او درزآب ولسوالۍ د امنیتي ځواک او داعشی تکفیریانو ترمینځ د خونړیو نښتو ډګر ؤ چې په سلګونو کسان په مړه او ټپیان شوي دي .
همداراز دافغانستان د کورنیو چارو وزارت هم نن دیوې اعلامیې په خپرولو سره وئيلی دي ، د طالبانوډلې هغه څلور جنایتکار چې نیت ئې درلود، دجوزجان ولایت په منګجک ولسوالۍ کې ئې بم کیښود، چې مخکې دخپل بم ښکار شول او په ټکه جهم ته ورسیدل .
په یوه بل خبر کې شین هوا خبری آژانس هم لیکلي دي ، دافغانستان امنیتي چارواکي وائي امنیتی ځواک بیګا په کندوز ولایت کې شپږ وسلوال طالبان نیولي او دهغوي له منګولو ئې زیات شمیر وسلې مهمات ، نقشې ، تجهیزات او په لسګونو کلو چاودیدونکي توکي هم کشف او ضبط کړي دي . دوي وئيلی دي ، امینتی ځواک په دې باب داطلاعاتو په ترلاسه کولو پسې چې د دغې ډلې وګړي د ورانکارو فعالیتونو لپاره هڅه کوله ، په یولړ عملیاتو کې راګیر او د هغوي شپږ کسان هم دامنیتی مامورانو په منګولو کې ګیر شول .