افغانستان به د داعشیانو په قبرستان بدل شی
د افغانستان د ملی وحدت حکومت داجرائی شورا دمشر دوهم مرستیال محمد محقق په کابل کې د پرونۍ ځان مرګی حملې په محکومولو سره ټینګار کړی ، دافغانستان ولس به د دغه هیواد دملی وحدت حکومت ترڅنګ د داعش تکفیری ترهه ګرې ډلې جنایتونو ته کلک ځواب ورکړی .
زمونږخبریال له کابله راپور راکړ هغه وئیلی بلاخره به هم داعشی تکفیریان خپل انجام ته ورسیږی ځکه افغان ولس هیڅکله هم د استعمار او اسکتبار په فرقه پالو او درز رامینځةکونکو دسیسو نور نه غولیږی ا و دغه تکفیری او جنایتکاره ډله به په ولس کې هیڅ ځای ونه لری .
همداراز د افغانستان د سولې دلوړې شورا مرستیال مولوی عبدالخیر هم د داعش تکفیری ډلې پشمول د ترهه ګرو ډلو پر نابودۍ او له مینځه وړلو ټینګار کړی دی .
په عراق کا و سورئې کې د داعش تکفیری ترهه ګرې ډلې له ماتې وروسته د دغې تفکیری ترهه ګرې اوصهونیسټی ډلې بهرنیو ملاتړو افغانستان ته د دغې ډلې دمنتقلولې کار پیل کړی دی .
دافغانستان په کابل کې په یوه ځان مرګی حملې کې چې پړه ئې داعشی تکفیری ترهه ګرې ډلې په غاړه اخستې ده ، یولس عام افغانان وژل شوی او کابو شل نور ټپیان شوی دی.