آياپه سیمه کې د افغانستان لپاره د امریکا سټراټیبجۍ مثبتې پایلی لری ؟
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i67417-آياپه_سیمه_کې_د_افغانستان_لپاره_د_امریکا_سټراټیبجۍ_مثبتې_پایلی_لری
له سياسياړخه هم د سيمې د هېوادونو منفي غبرګونونه زيات شول، روسيې څو ځلې په افغانستان كې د امريكايي الوتکو لخوا د داعشیانو د لېږدولو په ارتباط شکایت وکړ ، حتی د كابل پروسې په وروستۍ غونډه كې هم روسي پلاوي دغه خبره مطرح كړه
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 14, 2018 09:18 Asia/Kabul
  • آياپه سیمه کې د افغانستان لپاره د امریکا سټراټیبجۍ مثبتې پایلی لری ؟

له سياسياړخه هم د سيمې د هېوادونو منفي غبرګونونه زيات شول، روسيې څو ځلې په افغانستان كې د امريكايي الوتکو لخوا د داعشیانو د لېږدولو په ارتباط شکایت وکړ ، حتی د كابل پروسې په وروستۍ غونډه كې هم روسي پلاوي دغه خبره مطرح كړه

 

د تهران پښتو راډیو د کابل چاپ ویسا ورځپاڼۍ  له قوله راپور ورکوی  د افغانستان ولسمشر غني په ارګ كې د امريكا له دفاع وزير جيمز متيس سره په لېدو كې د افغانستان او سيمې لپاره د امريكا د ستراتېژۍ ډېره ستاينه وكړه او  وې ويل چې دې ستراتېژۍ د سيمې د هېوادونو نظر بدل او د سولې امكانات ورسره زيات شوي دی ، خو اوس پوښتنه دا ده چی آياحقیقت  هم همداسې دى؟   نو راځئ لږ يې د پېښو په رڼا  او هغه څه چی په عمل کی شوی دی ، لږ جاج واخلو .

 

د افغانستان او جنوبي آسيا لپاره د امريكا ولسمشرټرمپ  د تېر میلادی كال د اګسټ پر 22 مه چې كومه ستراتېژي اعلان كړه څو ټكي يې ډېر مهم وو:

 

 1 _په افغانستان كې پر طالبانو د بې پيلوټه الوتكو بريدونه زيات شول. له دې سره د ملكي مرګ ژوبلې كچه هم ډېره زياته شوه.

 2 _په دې ستراتېژۍ كې د سولې په اړه هېڅ خبره نه وه

3_پاكستان ته غير مستقيم اشاره  شوې وه چې د حقاني شبكې ملاتړ پرېږدي كه نه مرستې به پرې بندې شي

4_. په دې ستراتېژۍ كې افغانستان ته د زياتو امریکایی  عسکرو د  استولو خبره شوی ده  او دغه  مهم ټكى هم چې په افغانستان كې به د امريكا د پوځ د پاتې كېدو د قيد او شرط نه وي بلكې دا به په شرايطو پورې اړه لري. د دې ښكاره معنا دا وه چې امريكايي پوځونه د اوږدې مودې لپاره د پاتی کیدا نیت لری .

تر دې لږ موده وروسته د امريكا د ملي امنيت نوې ستراتېژي اعلان شوه چې په هغو كې په افغانستان او سيمه كې د امريكا موخې ډېرې روښانه شوې. په دې ستراتېژۍ كې امريكا، چين او روسيه د خپلو ګټو په مخه كې خنډ هېوادونه معرفي كړل او وویل شول نوموړی ستراتیجۍ له دغو هیوادونو سره په مقابلې ولاړ ده نه له ترهه ګرۍسره په  مبارزې .

 

چی د دغي ستراتیبجي نتیجې افغان ولس لپاره  ته ډېرې له بدمرغيو ډكې وې، د امريكا هوايي بمبارۍ مياشت په مياشت زياتې شوې، له دې سره هم په دې بمباريو كې ملكي ژوبله زياته شوه چېحتی  نړيوالو سازمانونو او ملګرو ملتونو پرې اندېښنه وښودله، هم يې په غبرګون كې طالبانو ډېر درانه بريدونه وكړل چې درنه ملكي مرګ ژوبله يې درلوده

 

په دې موده كې افغان ولس په لسګونو ځله په درنو ماتمونو واوښت، حكومت نور هم په خپل ولس كې منفور  شو.

 

له  سياسياړخه  هم  د سيمې د هېوادونو منفي غبرګونونه زيات شول، روسيې څو ځلې په افغانستان  كې د امريكايي الوتکو  لخوا د داعشیانو  د لېږدولو په ارتباط شکایت وکړ ، حتی  د كابل پروسې په وروستۍ غونډه كې هم روسي پلاوي دغه خبره مطرح كړه.اوس داپوښتنه مطرح ده چی افغان

حكومت چې په دې موده كې  د کارپیژاندو په باورهېڅ لاسته راوړنه نه لري، افغان ولسمشر غني په كوم دليل د امريكا ياده ستراتېژي ګټوره بولي؟ آيا يوازې په دې چې تر اوسه هغوى د ارګ تر څنګ ولاړ دي؟

له دې پرته بل هېڅ داسې دليل نشته چې د امريكا دغه خونړۍ او بدنامه ستراتېژي وستايل شي.حتی پر پاكستان چې ظاهراً پوځي مرستې بندې شوې د دې ستراېژۍ داسې برالا پايلې نه لري چې افغان ولس ترې ښې هيلې ولرلی شي. د دی په اپوټه د افغانستان  پر كونړ او ننګرهار توغندويي بريدونه زيات شوي  او د ډېورنډ په اوږدو كې د هغه هېواد لخوا د اغزن او كټارو درولو كار روان دى اوحتی د پاکستان پوځ د دغه کار لګښت له امریکا غوښتې دې  او دا چاره ښي  چې اوس هم امريكا ته تر افغانستان پاكستان څو ځله زيات مهم دى. طالبانو هم له  افغان حكومت سره له خبرو انكار كړى دى.  افغان ولسمشر بايد په ياد ولري چې دغه خبرې د ده د نورو دغسې څرګندونو په څېر د تاريخ برخه ګرځي او راتلونكي نسلونه به بيا د ده پر شخصيت د همدې خبرو په رڼا كې قضاوت كوي .