د افغانستان د حالاتو د سختېدو وجه د امريکې نظامي ګري ده
د افغانستان په چارو کښې د روسيې خاص استازي وويل، په افغانستان کښې د امريکې له فوځي طريقو استفادې د افغانستان حالات بحراني کړي دي.
زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې د افغانستان په چارو کښې د روسيې خاص استازي ضمير کابلوف وويل، واشنګټن تر اوسه دا خبره نه ده درک کړې چې د افغانستان بحران فوځي حل لاره نه لري او د دغه هېواد د حالاتو په اړه د امريکائي چارواکو څرګندونې متناقضې دي.
ضمير کابلوف د خبرو اترو له لارې د افغانستان د بحران په هواري باندې په تاکيد سره زياته کړه، په تېرو اولسو کلونو کښې د امريکې لخوا د فوځي طريقو استعمال د افغانستان حالات لا پېچلي او سخت کړي دي.
کابلوف په دغه هېواد کښې د امريکې د فوخي مقاصدوپه اړه وويل: د امريکې مقصد د افغانستان په ګاونډي هېوادونو کښې د سياسي چلندونو کنټرولول او ورباندې تاثير کول او د چين، روسيې او ايران په شمول د خپلو سيمه ايزو سيالو په خلاف د ځينو ځواکونو تحريکول او لمسول دي.