طالبان دې دکابل حکومت دسولې له وړاندیزه ګټه پورته کړی
ناصر جنجوعه په دغې کتنې کې د افغانستان د سولې دبهیر په باب د خپلو نیکو هیلو په ښودلو سره یو ځل بیا له طالبانو ډلې سره د افغان حکومت د روغې جوړې په باب د کابل حکومت د ورستی وړاندیز په هرکلی سره وئیلی دی ،طالبانو ډله باید له دغه وړاندیزه ګټه پورته کول پکار دی او که داسې ونه کړی ، نو په دغه هیواد کې بلکې په سیمې کې به اړۍ ګړۍ هماغه راز دوام وکړی ، چې دا د هیچا په ګټه نه ده .
زمونږخبریال د جنګ انټرنیټی سایټ له قوله راپور راکړ دپاکستان د ملی امنیت د چارو سلاکار ناصرجنجوعه په کابل کې د افغانستان دملی وحدت حکومت داجرائی شورا له مشر عبدا... عبدا... سره په کتنې کې د دواړو هیوادونو د دوو اړخیزو اړیکو او دغه راز د پوله ایزو سیمو د حالاتو او ترینګلتیاؤ په باب سره مفصلې خبرې وکړې .
ناصر جنجوعه په دغې کتنې کې د افغانستان د سولې دبهیر په باب د خپلو نیکو هیلو په ښودلو سره یو ځل بیا له طالبانو ډلې سره د افغان حکومت د روغې جوړې په باب د کابل حکومت د ورستی وړاندیز په هرکلی سره وئیلی دی ،طالبانو ډله باید له دغه وړاندیزه ګټه پورته کول پکار دی او که داسې ونه کړی ، نو په دغه هیواد کې بلکې په سیمې کې به اړۍ ګړۍ هماغه راز دوام وکړی ، چې دا د هیچا په ګټه نه ده .
دافغانستان د ملی و حدت حکومت داجرائی شورا مشر عبدا... هم په دغې کتنې کې د سولې په بهیر کې مرسته او غږملتیا د دواړو هیوادونو او سیمې په ګټه وبلله او وې وئیل ترهه ګری اوترهه ګر دهیچا ملګری نه شی کیدلی بلکې د ا ترهه ګر دی چې سیمه ئې ترینګلی کړی او دسیمې د پرمختګ اوترقۍ مخه ئې نیولې ده ،باید په ګډې ملګرتیا او یو شان دریځونو په غوره کولو سره د ترهه ګرۍ او ترهه ګرو په ضد په یوه خوله مبارزه وشی . هغه په عین حال کې یو ځل بیا د دواړو ګاونډیو هیوادونو ترمینّځ په دوو اړخیزو خبروا اترو او دمشورو په زیاتولو ټینګار وکړ او وې وئیل ، باید افغان او پاکستانی چارواکی حالاتو ته په پام سره خپل مینځۍ اړیکې پراخې کړی ،څو ترینګلی حالات یو ځل بیا دښه ګاونډیتوب لپاره په ښو ملګرتیاؤ بدل شی .