په افغانستان کښې د واحدې مرجع اویا دیوه چورلیز نشتوالی :
-
دافغانستان مظلوم خلک به دامریکا ددغه لوبې اصلي قرباني وي او د افغانستان دخلکو مړینې او جنازې به هم زیاتې .
زمونږ خبریال وایی د افغانستان دختیځو ولایتونو قومی مشرانو یوځل بیا په دغو ولایتونو کښې د داعش د ترهګرۍ ډلګۍ د فعالیتونو د زیاتیدا په اړه اندیښنه ښودلی دی او وایی چې د کابل حکومت یوازې په خبرو سره خلکو ته دوکه ورکوی .
دافغانستان دختیځو ولایتونو قومی مشران وایی داعش ډله په ننګرهار ، نورستان او کونړ ولایتونو کښې دپیاوړی کیدا په حال کښې ده او خلک په دې خبره سخت اندیښمن دی .
دافغانستان د ختیځو ولایتونو دمشرانو دغه اندیښنې چې په ځلونو یې تکرار کړی دی همداس اوس په داسې حال کښې تکراریږی چې سیاسی او رسندوی فضا له پاکستان او طالبانو سره د سولې دخبرو موضوع تر اغیز لاندې وروستلی ده .
په افغانستان کښې د امریکا سفیر« جان بس» هم ویلی وو طالبان دافغانستان دحکومت دسولې وړاندیز ته لبیک ووایی دغه حالت ددې ښودنه کوی چې د افغانستان د خلکو په شمول د سیمې په سویه د عمومی افکارو د غولولو لپاره هڅه ترسره کیږی او له طالبانو سره د خبرو ډیر شورماشور دی خو عملا داسې لارې غوره کړې شوی دی چې جنګ به له مخکې څخه زیات شی او ویره به هم ډیره شی یوازې په دې تفاوت سره چې په طالبانو دباو راوړلو سره دغه ډله له ډګر څخه وباسی یا لږ ترلږه محدوده یې کړی چې دداعش ډلې لپاره هم زمینه برابره شی چې د راتلونکی جنګ بیرغ په اوږو کیږدوی او د افغانستان په شمال ختیځ کښې په« بدخشان» ولایت کښې د داعش ډلې لخوا د ویډیو خپریدل دغه خبره ثابتوی .
په دې ځاې کښې ستره بدبختۍ دا ده چې د افغانستان مظلوم ملت له هرې خوا ځپل کیږی .
دا دامریکا اصلی ستراتیژۍ ده چې افغانستان یې د سیمې په سویه د جنګ په قوماندنۍ بدل کړی دی .
له دې سره سره د افغانستان دجنګ له کبله د خلکو مړینې او بدبختیانې تر دې حده زیاتې شوی دی چې هره ورځ دافغانستان په ملی پارلمان کښې ورباندې بحث کیږی .
خو له یوې خوا یې د افغانستان کمزوری حکومت په دې ډول له مسائلو سره ښکیل کړی دی چې لومړیتوب یې له لاسه ورکړی دی او نه پوهیږی چې څه وکړی .
دافغانستان د ستراتیژیکو مطالعاتو دمرکز د مشر «غلام جیلانی ځواک» په شمول کارپیژاندی په دې خبرې باوری دی چې حکومت دخپل ملت د برخلیک اختیار په لاس کښې نلری .
اصلی پروګرام د امریکا هدفونه دی او دافغانستان حکومت ژمن دی دهغو په لړ کښې اقدامات وکړی چې په دا ډول حالت کښې د ملکی خلکو په وژلې اعتراض او یا د ځواب د ورکولو لپاره ملی پارلمان ته د امنیتی چارواکو وربلل ایا کومه مسله حل کوی .؟
دافغانستان دملت مشکل دا دی چې یو واحد مرجع ، چورلیز یا شخصیت نلری چې دهغه ګیرچاپیر راغونډ شی او دهغه په پیروۍ سره خپله اراده عملی کاندی .
یوازې په اعتراضونو او شکایتونو سره هیڅ کار نشو کولی او کلونه کلونه کیږی چې په افغانستان کښې دا ډول اعتراضونه شوی او نن سبا د ولسمشرۍ ماڼۍ او د اجرایی ریاست دفتر دامریکا دجنایتونو په اړه چپ دی .
دافغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی مخکې خپله چپتیا ختمه کړی وه او په ملی او نړیواله سویه یې د افغانستان د ملت مظلومیت او د جنګ د څرنګوالی په اړه خبرې کړی وې خو یوازې اعتراض او شکایت دغه مشکل حل نکړ او تر هغه وخته چې یوه واحد مرجع ، چورلیز او یو شخصیت خپل وجود اعلان نکړی چې خلک دهغه ګیرچاپیر راټول شی او دملت اراده عملی کړی جنګ به دوام ولری دخلکو مړ کیدل او د وینې بهیدل به زیات شی او دافغانستان مظلوم خلک به دامریکا ددغه لوبې اصلی قربانی وی او د افغانستان دخلکو مړینې او جنازې به هم زیاتې .
لیکوال عاشق حسین طوری
دتهران راډیو دپښتو خپرونې مدیر
د۲۰۱۸ میلادی کال د مارچ دمیاشتې ۱۹ نیټه