دافغانستان دکوکناروکروندې دامریکالپاره دتیلوپه دوهم څابدلې شوی دی
امریکا په افغانستان کې د امنیت اوثبات تامینولو او له ترهه ګرۍ سره دمبارزې په پلمه په ۲۰۰۱کال کې پر دغه هیواد لښکر کشی وکړه ، خو له هغه وخته راهسې تر دې دمه په افغانستان کې ناکراریو ،ترهه ګرۍ او دنشه ایزو موادو کر اوتولید په اوڅاره توګه زیات شوی دی .
دایران داسلامی شورا دبهرنی سیاست اوملی امنیت دکمیشن ویندوی حسین نقوی حسینی له مجلس خبری آژانس سره په خبرو کې وئیلی دی ، په افغانستان کې د امریکا له شتون وروسته ، په دغه هیواد کې هم دترهه ګرو ډلو شمیر او هم د نشه ایزو موادو دتولید اندازه زیاته شوې ده .
هغه همداراز په افغانستان کې د داعش تکفیری ډلې شتون ته هم اشاره وکړه او زیاته ئې کړې ده ، واشنګټن دم ګړۍ د داعش لپاره د یوه نوی ټاټوبی د رامینځةکولو لپاره په زمینې جوړونې لګیا ده څو په سیمې کې ناکراریو ته دوام ورکړی .
دافغانستان چارواکو او خلکو په کرتو وئیلی دی ، امریکا د داعش تکفیری ترهه ګرې ډلې په هراړخیز ملاتړ سره په افغانستان کې د دغې ترهه ګرې اوتکفیری ډلې دفعالیتونو په پراختیا پسې ده .