تهران د افغانستان د صلحې د بهیر ملاتړی دی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i68048-تهران_د_افغانستان_د_صلحې_د_بهیر_ملاتړی_دی
د ایران د بهرنیو اړیکو د سټراټیجکې شورا مشر د افغانستان د حکومت له اجرايي مشر سره په کتنه کښې وویل: تهران د افغانستان د حکومت په مدیریت سره د دغه هیواد د صلحې د بهیر ملاتړ کوي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 27, 2018 00:47 Asia/Kabul
  • تهران د افغانستان د صلحې د بهیر ملاتړی دی

د ایران د بهرنیو اړیکو د سټراټیجکې شورا مشر د افغانستان د حکومت له اجرايي مشر سره په کتنه کښې وویل: تهران د افغانستان د حکومت په مدیریت سره د دغه هیواد د صلحې د بهیر ملاتړ کوي.

له کابله زمونږ خبریال رپورټ راکړی چې کمال خرازي او ډاکټر عبدا... عبدا... په پلازمینه کابل کښې یوه خبري ناست کښې د دوه اړخیزو ملګرتیاو د پراختیا لارې چارې وجاجولې.

له ترهګرۍ سره ګډه مبارزه، د چابهار بندر پراختیا، اقتصادي ملګرتیاوې او سیمه ایز اتصال د دواړو چارواکو د خبرواترو نورې برخې وې.

په دې غونډه کښې د افغانستان د ملي وحدت د حکومت اجرائي مشر عبدا... عبدا... د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا په اهمیت باندې په ټینګار سره، په اقتصادي، سیاسي او امنیتي برخو کښې د تهران او کابل د اړیکو د ژورتیا غوښتنه وکړه.

د ایران د بهرنیو اړیکو د سټراټیجکې شورا مشر چې د افغانستان له چارواکو سره د خبرواترو په موخه کابل ته تللی، له دې مخکښې یې د دغه هیواد له ولسمشر او د بهرنیو چارو له وزیر سره ملاقاتونه کړي دي.