د افغانستان په هلمند ولايت کښې چاودنه
Apr 28, 2018 12:45 Asia/Kabul
د افغانستان په هلمند ولايت کښې د بم اېښودل شوي موټر د چاودنې له امله څلور تنه ووژل شول.
د کابل نيوز د رپوټ له مخې د هلمند د والي مطبوعاتي دفتر اعلان وکړ د دغې چاودنې له امله چې نن سحر د دغه ولايت له نادعلي ولسوالۍ سره نزدې د يو امنيتي مرکز په خوا کښې رامنځته شوه اوۀ تنه نور هم ژوبل شول.
د وژل شويو کسانو ترمېنځ يو افغان امنيتي ځواک هم ليدل شوےدے.
طالب ډلې په دې وروستيو کښې د افغانستان په مختلفو سيمو کښې د پراخو پسرليزو عملياتو د شروع کولو خبر ورکړے ؤ.
هلمند او ننګرهار ولايتونه د افغانستان په جنوب او ختيځ کښې دوه مهم ولايتونه ګڼل کيږي چې طالب ډله او داعش دتکفيري ډله پکښې شتون لري.
ټیګونه