په افغانستان کښې د بریښنايي پيژندپاڼو د ویش چلند قانوني دی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i70666-په_افغانستان_کښې_د_بریښنايي_پيژندپاڼو_د_ویش_چلند_قانوني_دی
د افغانستان د ولسمشر لوړرتبه سلاکار په دغه هیواد کښې د الیکټرانیک پیژندپاڼو د ویش بهیر یو قانوني کار وباله.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 07, 2018 08:01 Asia/Kabul
  • په افغانستان کښې د بریښنايي پيژندپاڼو د ویش چلند قانوني دی

د افغانستان د ولسمشر لوړرتبه سلاکار په دغه هیواد کښې د الیکټرانیک پیژندپاڼو د ویش بهیر یو قانوني کار وباله.

عباس بصیر زمونږ خبریال ته په مرکه کښې ټینګار وکړ چې د بریښنايي پیژندپاڼو د ویش د بهیر په لړ کښې د نظر یولړ اختلافونه شته دي چې باید په خبرواترو او تفاهم سره حل شي ځکه چې ویش یې یوه ملي موضوع ده.

هغه زیاته کړه: د انتخاباتو کمیشن په راتلونکې اکتوبر میاشت کښې د پارلیماني او ولایتي شوراګانو د انتخاباتو د سم مدیریت لپاره پریکنده اراده لري او سیاسي ګوندونه هم غواړي چې د انتخاباتو د ترسره کیدو په بهیر کره څارنه ولري خو دا چې له اوسه قضاوت وکړو چې انتخابات به شفاف نه وي، سم کار نه دی.

د ویلو ده چې ځینو رسنیو پرون د افغانستان د حکومتي چارواکو له قوله ویلي وو چې په حکومت کښې له اختلافاتو وروسته د بریښنايي پیژندپاڼو د ویش بهیر دریدلی دی.