نشنل انټرسټ: امریکا د روسيې له ماتې عبرت نه دی اخیستی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i71544-نشنل_انټرسټ_امریکا_د_روسيې_له_ماتې_عبرت_نه_دی_اخیستی
نشنل انټرسټ په تازه ګڼه کې په یوه لیکنه کې د امریکا او روسيې یرغلونه سره پرتله کړي دي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 19, 2018 14:45 Asia/Kabul
  • نشنل انټرسټ: امریکا د روسيې له ماتې عبرت نه دی اخیستی

نشنل انټرسټ په تازه ګڼه کې په یوه لیکنه کې د امریکا او روسيې یرغلونه سره پرتله کړي دي.

د لیکوال په باور امریکا د روسيې له ماتې او ستړیو درس وانه خیست او له څو کلونو راهیسې د روسيې غلطي پرلپسې تکراروي.

د مقالې لیکوال لایل ج. ګولدستین لیکلي، روسيې سره له دې چې د افغانستان په قومونو کې يې شناخت درلود او له دې هېواد سره يې پوله شریکه وه، د پوځي مهماتو د لېږد رالېږد لګښت او فاصله يې کمه وه، بیا هم بریا تر لاسه نه کړه، خو امریکا د نړۍ له بله سره دلته نښتې ده.

د هغه په باور سره له دې چې په روان کال کې د امریکايي عسکرو مرګ ژوبله ټيټه شوې، خو په وینا يې د افغانستان لپاره حتی د یو امریکايي عسکر قرباني هم نه ارزي.

د مقالې لیکوال زیاتوي که څه هم اوس وخت تېر شوی، خو بیا به هم ښه وي چې افغانان خپل تصمیم ته پرېښودل شي او امریکا خپلې پښې سپکې کړې.

لیکوال وړاندې لیکي چې روسيې ښايې د خپل یرغل او دوام لپاره دا دلیل وړاندې کړی وای، چې د افغانستان امنیت يې پر وضعیت تاثیر کوي، چې د لیکوال په وینا معقول دلیل بلل کېدای شي، خو امریکا نه د یرغل پیلولو لپاره کوم دلیل لري او نه يې د دوام لپاره.

دا په داسې حال کې دی چې د امریکې ولسمشر ډونلډ ټرمپ تازه پر برطانوي چارواکو فشار راوړی چې افغانستان ته نور عسکر ولېږي.