له جرمني د افغان کډوالو ایستل دوام لري
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i71848-له_جرمني_د_افغان_کډوالو_ایستل_دوام_لري
د جرمني حکومت د افغان کډوالو یوه بله ډله له دغه هیواده وباسله.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 23, 2018 15:09 Asia/Kabul
  • له جرمني د افغان کډوالو ایستل دوام لري

د جرمني حکومت د افغان کډوالو یوه بله ډله له دغه هیواده وباسله.

د افغانستان د کډوالو د چارو وزارت نن وویل چې له جرمني څخه د ایستل شویو افغان کډوالو دیارلسمه ډله چې ۱۵ کسان پکښې شامل دي، په یوې الوتکې کښې له دغه هیواد څخه د افغانستان د پلازمینې کابل هوايي ډګر ته راورسیدله.

د ۲۰۱۶ کال له پيل نه تراوسه پورې څه باندې ۲۳۰ تنه افغان مهاجرین له جرمني څخه ایستل شوي دي.ټاکل شوې چې هغه کابو څلور زره افغان کډوال چې په جرمني کښې یې د پناهندګۍ درخواستونه رد شوي دي، له دغه هیواده وویستل شي.

دا په داسې حال کښې دي چې د بشري حقوقو ډیرو ارګانونو او له افغان کډوالو د ملاتړ سازمانونو له جرمني څخه د هغوي له ویستلو سره مخالفت کړی دی.