د افغانستان د فراه ولايت پرچمن ولسوالي طالبانو ونيوه
Jun 03, 2018 15:36 Asia/Kabul
د طالب ډلې په حمله کښې د افغانستان د فراه ولايت پرچمن ولسوالي د دغې ډلې په قبضه کښې راغله.
د تسنيم خبري اژانس د رپوټ له مخې د طالب ډلې وياند قاري يوسف احمدي ادعا وکړه، د پرچمن ولسوالۍ په قبضې سره ځاي افغان چارواکي دغې ډلې ته تسليم شول.
د طالب ډلې وياند زياته کړه، د پرچمن ولسوال حاجي داؤد، د پوليسو قوماندان عبدالولي او د دغې ولسوالۍ امنيتي مشر عبدالظاهر ځانونه دغې ډلې ته تسليم کړل.
په تېرو څو ورځو کښې د فراه، غور، غزني او ننګرهار په شمول د افغانستان په ځينو ولايتونو د طالب ډلې حملې زياتې شوې دي.
ټیګونه