د حزب اسلامی نور بندیان خوشی کیږي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i72788-د_حزب_اسلامی_نور_بندیان_خوشی_کیږي
تسنیم خبری اژانس وایی دافغانستان د ولسمشرۍ ماڼې د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامی د دوه سوه نهه شپیتو(۲۶۹) بندیانو له خوشی کولو سره موافقت وکړ.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Jun 06, 2018 14:20 Asia/Kabul
  • دحزب اسلامي خوشي  شویو بندیانو په قندهار ولایت کښې ترهګر فعالیتونه له سره پیل کړي دي .
    دحزب اسلامي خوشي شویو بندیانو په قندهار ولایت کښې ترهګر فعالیتونه له سره پیل کړي دي .

تسنیم خبری اژانس وایی دافغانستان د ولسمشرۍ ماڼې د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامی د دوه سوه نهه شپیتو(۲۶۹) بندیانو له خوشی کولو سره موافقت وکړ.

دافغانستان له حزب اسلامی سره د حکومت د سولې د موافقې پراساس ټاکل شوی ده چې دغه سیاسی بندیان له ترهګرو فعالیتونو د ډډه کولو په شرط د حکومت لخوا  خوشی شی .

تراوسه د افغانستان دحزب اسلامی ګڼ شمیر سیاسی بندیان دحکومت لخوا دکابل له مرکزی زندان څخه خوشی شوی دی .

داپه داسې حال کښې دی چې دافغانستان ځینو چارواکو په جنوب کښې د حزب اسلامی د ازاد شویو بندیانو لخوا دترهګرو فعالیتونو ددوام په اړه اندیښنه څرګنده کړی ده .

د قندهار د پولیسو قوماندان جنرال عبدالرازق ویلی دی دحزب اسلامی خوشی  شویو بندیانو په دغه ولایت کښې ترهګر فعالیتونه له سره پیل کړی دی او د ناامنۍ دزیاتیدا سبب شوی دی .