په ایران کې دغیرقانونی کډوالویولک درې زره بچیان زړه کړې کوی
د اسلامی انقلاب د معظم لارښود حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه ای دفرمان په اساس باید په ایران کې اوسیدونکی غیر قانونی کډوالو بچیان هم د ایران په ښونځیو کې ومنل شی او له زده کړو پاتې نه شی ، په همدې اساس په روان کال کې به دایران په ښونځیو کې دبهرنیو کډوالو څه دپاسه پنځه لکه بچیان په زده کړې بوخت شی .
زمونږخبریال راپورراکړ دایران دکورنیو چارو د وزارت دکډوالو دچارو عمومی مدیر احمد محمدی فربیګا د ایران په کرمان کې دملګروملتو د اورګانونو او د یولسو هیوادونو د ډیپلوماټیکو پلاؤ په غونډې کې ووئیل سږکال په ایران د دیره غیرقانونی کډوالو کابو یولک درې زره بچیانو نامې ثبت کړی دی . داپه دې خاطر دی چې د اسلامی انقلاب د معظم لارښود حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه ای دفرمان په اساس باید په ایران کې اوسیدونکی غیر قانونی کډوالو بچیان هم د ایران په ښونځیو کې ومنل شی او له زده کړو پاتې نه شی ، په همدې اساس په روان کال کې به دایران په ښونځیو کې دبهرنیو کډوالو څه دپاسه پنځه لکه بچیان په زده کړې بوخت شی .
احمد محمدی فر کرمان ولایت په ایران کې دکډوالو یو خورامهم منونکی ولایت وبالۀ او ورښانه ئې کړې ده ، د ۲۰۱۸ کال په لومړیو کې دافغانستان لپاره د ویزو دصادرولو ظرفیّت له کابو پنځو سوو تر شپږ زرو پورې ټاکل شوی دی .
هغه همداراز دکډوالو معیشت ته پام دایران یو اصلی لومړیتوب وبالۀ او وې وئیل روان کال دوه نوی بهرنیو وګړو ته د سلامتیا بیمې ورکړل شوی دی.
دایران په کرمان ولایت کې څه دپاسه درې لکه بهرنی کډوال دیره دی چې زیاتره پکې افغانان دی .
په ایران کې د ملګروملتو د ادارو او د یولسو هیوادونو ډیپلوماټیک پلاؤ بیګا په دوه ورځنی سفر کرمان ولایت ته تللی او په کرمان کې ئې ددیره کډوالو بیلابیل مرکزونه او د زده کړې ورکشاپونه ولیدل .