عبدالله طالبانو ته د امن سیمو له سپارلوسره مخالفت وکړ
-
وسله والو ډلو ته د امن سیمو سپارل به هېواد د وېشلو پر لوري روان کړي.
زمونږ خبریال وایی دافغانستان اجراییه رییس طالبانو ته د امن سیمو د سپارلو له طرحې سره مخالفت وکړ او وایی، دا طرحه ترهګرو ډلو ته د پټنځای د انسانی او بشر ضد کارونو او د نشه یی توکو قاچاق ته د اجازې د ورکولو معنا لری.
اجراییه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله پرون په کابل کې د وزیرانو شورا غونډې ته د وینا پر مهال وویل، طالبانو ته د امن سیمو د سپارلو طرحه یاده شوې وه؛ خو دا طرحه په هېڅ ډول د افغانستان د خلکو له غوښتنو سره برابره نه ده او نه ورسره برابره وه.
نوموړی دې ته په اشاره چې وړاندې شوې طرحه د خلکو په ګټه نه، بلکې د دوی په تاوان ده وویل، افغانستان د هغو خلکو لپاره د امن کور دی چې په هېواد کې د سولې امن او ارامۍ غوښتنه کوی.
دافغانستان د ملی یووالی د حکومت اجرایی مشر عبدالله عبدالله وویل ترهګرو ډلو ته د پټنځایونو سپارل چې وروسته به له هغه ځایه انسانی او بشر ضد کړنې ترتیب او د نشه یی توکو قاچاق به پیل کړی نوموړی څرګنده کړه چې تل پاتې سوله د ټولو افغانانو هیله ده؛ خو دا له دې لارې نه.
دا په داسې حال که ده چې په دې ورستیو کې د حزب اسلامی مشر ګلبدین حکمتیار دامریکا او د پاکستان په هڅونې سره طالبانو ته د امن سیمو د سپارلو طرحه وړاندې کړې وه او له طالبانو یې د بین الافغانی سولې د منلو غوښتنه کړې وه چی په کابل کې دې د طالبانو دفتر پرانیستل شی او د امن سیمی په څرنګوالی دې د طالبانو له مشرانو او د دوی له کورنیو سره خبرې وشی.
خو ولسمشر غنی هم طالبانو ته د امن سیمو د سپارلو د طرحې په تړاو ویلی هېڅ ډول پټ جوړجاړی نه رامنځ ته کېږی، د سولې د خبرو ډله به له بېلابېلو قومونو څخه جوړه شی او باید د یو ه (1)حقوقی او ملی میکانیزم له مخې پایلې ته ورسېږواو طالبانو ته د امن سیمو د سپارلو طرحه د حکومت نه ده او هېڅ سیمه به چاته ونه سپارل شی
د ولسی جرګې یو شمېر غړو هم وسله والو ډلو ته د حکومت له لوری د امن سیمو د سپارلو له طرحې سره ښکاره مخالف کړی او ویلی یې دی چې وسله والو ډلو ته د امن سیمو سپارل به هېواد د وېشلو پر لوری روان کړی.