د افغان شيعه ؤ او ايران په خلاف د حکمتيار موقف
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i74862-د_افغان_شيعه_ؤ_او_ايران_په_خلاف_د_حکمتيار_موقف
د افغانستان د ولسي جرګې غړي وويل: د افغانستان د حزب اسلامي مشر د امريکې، اسرائيلو او آل سعودي د خوشحالولو لپاره نفاق ته لمن وهي او د شيعه ؤ او د ايران د اسلامي جمهوريت په خلاف دريځ نيونه کوي.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Jul 19, 2018 19:19 Asia/Kabul
  • د افغان شيعه ؤ او ايران په خلاف د حکمتيار موقف

د افغانستان د ولسي جرګې غړي وويل: د افغانستان د حزب اسلامي مشر د امريکې، اسرائيلو او آل سعودي د خوشحالولو لپاره نفاق ته لمن وهي او د شيعه ؤ او د ايران د اسلامي جمهوريت په خلاف دريځ نيونه کوي.

د تسنيم خبري اژانس د رپوټ له مخې په افغان پارلېمان کښې د بدخشان استازي او د دغه هېواد حزب کنګره ملي مشر نن په کابل په يوه غونډه کښې د حزب اسلامي مشر ګلبدين حکمتيار قومي او مذهبي اختلافاتو ته په لمن وهلو تورن کړ.

عبدالطيف پدرام زياته کړه، د شيعه ؤ او د ايران د اسلامي جمهوريت په خلاف د حزب اسلامي د مشر دريځ نيونه د امريکې، د قدس د غاصب رژيم او د ځينو عربو هېوادونو د خوشحالولو لپاره کيږي.

د افغانستان د حزب کنګره ملي مشر همدارنګ د حکمتيار لخوا کړې شويو ګواښونو ته په اشارې سره وويل، که د حزب اسلامي مشر قوت ولري نو هغه جنګي جنايتونه چې په تېرو وختونو کښې يې کول بيا به يې ترسره کړي.

هغه واقضه کړه چې حکمتيار د امريکې لخوا د جنګ شروع کولو او د افغان ولس د قتل عام لپاره کابل ته راغلے دے.