د افغانستان د حزب اسلامی غړی سلاکار وټاکل شو
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i75241-د_افغانستان_د_حزب_اسلامی_غړی_سلاکار_وټاکل_شو
تسنیم خبری اژانس وایی د افغانستان د ولسمشر دفتر د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامی نامتو غړی« امین کریم» د ولسمشر د لوړرتبه سلاکار په توګه ټاکلی دی .
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Aug 02, 2018 11:38 Asia/Kabul
  • وویل د ولسمشر دفتر حزب اسلامي ته د هیواد په راتلونکي پارلمان کښې د پنځوسو(۵۰) څوکیو د ورکولو ژمنه هم ورکړي ده .
    وویل د ولسمشر دفتر حزب اسلامي ته د هیواد په راتلونکي پارلمان کښې د پنځوسو(۵۰) څوکیو د ورکولو ژمنه هم ورکړي ده .

تسنیم خبری اژانس وایی د افغانستان د ولسمشر دفتر د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامی نامتو غړی« امین کریم» د ولسمشر د لوړرتبه سلاکار په توګه ټاکلی دی .

د افغانستان په ملی پارلمان کښې د بدخشان ولایت دخلکو استازی میرمن «فوزیه کوفی »وویل د ولسمشر دفتر حزب اسلامی ته د هیواد په راتلونکی پارلمان کښې د پنځوسو(۵۰) څوکیو د ورکولو ژمنه هم ورکړی ده .

د افغانستان د ستر ملی ائتلاف د  موجودیت په اعلان سره چې د حکومت ترټولو سخت  مخالف بهیر ګڼل کیږی د ولسمشرۍ په راتلونکو انتخاباتو کښې د اشرف غنی د بریالیتوب چانس کم شوی دی .

داپه داسې حال کښې دی چې دافغانستان د حکومت د مخالفو ګوندونو دمشرانو په څو ورځې مخکې غونډې کښې دحزب اسلامی مشر ګلبدین حکمتیار ګډون ونکړ او هغه د انتخاباتو په کمیسیون او د حکومت په کړچار نیوکه کړی وه .

کارپیژاندی باوری دی د افغانستان دحکومت دانتخاباتو په سیاستونو د ګلبدین حکمتیار نیوکه او د انتخاباتو د کمیسیون له کړچار سره  د هغه مخالفت موقته دی او یوازې د ولسمشر له دفتر څخه د زیات امتیاز د ترلاسه کولو  لپاره دی