په ماسکو کښې د افغانستان د صلحې غونډې ترسره کیدل وځنډیدل
Aug 28, 2018 01:35 Asia/Kabul
د افغانستان د ولسمشرۍ دفتر د روسیې په پلازمینې ماسکو کښې د خپل هیواد د صلحې د غونډې د ځنډیدو خبر ورکړ.
د افغان ولسمشر اشرف غني دفتر پرون وویل چې روسیې موافقه کړې له طالب ډلې سره د صلحې څواړخیزې خبرې اترې وځنډوي.
د افغان ولسمشر د دفتر په خبرپاڼه کښې راغلي دي چې روسیه به د ستمبر په څلورمه نیټه له طالبانو سره د صلحې د څواړخیزو خبرواترو د غونډې کوربه توب ونه کړي.
د روسیې خارجه وزارت هم وویل چې د افغانستان په هکله د ماسکو خبرې اترې یو بل وخت ته ځنډول شوې دي.
له دې مخکې ټاکل شوې وه چې د افغانستان د صلحې غونډه د روان ۲۰۱۸ کال د ستمبر په څلورمه نیټه د روسیې په پلازمینې ماسکو ښار کښې ترسره شي.
ټیګونه