په کابل کښې د ترهګرې چاودنې د مړو شمیر لازیات شو
د افغانستان په پلازمینې کابل کښې د وروستۍ ترهګرې چاودنې د مړو شمیر اوو تنو ته رسیدلی دی.
ایرنا خبري آژانس لیکلي چې د کابل د پولیسو ویاند حشمت استانکزي وویل: پرون د کابل په سلیم کاروان سیمه کښې د افغانستان د ملي اتل احمد شاه مسعود د اوولسم تلین د درنښت کونکو په قافلې باندې د شوې ترهګرې چاودنې له امله اوو افغان ملکیان وژل شوي او ۲۵ نور زخمي شوي دي.
هغه وویل چې دغه ترهګره چاودنه په یو موټر سایکل کښې د ایښودل شوي بم له لارې شوې ده.
د چاودنې پړه لا چا نه ده منلې.
په افغانستان کښې پرون د احمد شاه مسعود د وژلې د کلیزې په مناسبت رسمي رخصتي وه.
احمد شاه مسعود د ۲۰۰۱ کال د ستمبر په نهمه نیټه د دوو عربانو لخوا چې د خبریالانو په جامه کښې په تخار ولایت کښې د هغه ملاقات ته ورغلي وو د ترهګرې چاودنې له امله وژل شوی و.
څه موده وروسته القاعده ډله د دغې وژلې اجرا کونکې معرفي شوه.