د ګلبدین حکمتیار ګوند د داعش ډلې ترهګر روزي
د افغانستان یو خبري ویب سایټ لیکلي چې د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د دغه هیواد حزب اسلامي ګوند د افغانستان په ختیځ کښې د داعش ترهګرې ډلې د روزنې کار په غاړه لري.
د تسنیم خبري آژانس د خبر له مخې، نن ټکی آسیا نومې پښتو ژبي خبري ویب سایټ پرون لیکلي چې په کنړ ولایت کښې د افغانستان د حزب اسلامي قومندان امان ا... خان د دغه هیواد په ختیځ کښې موجودو ترهګرو ته د روزنې دنده په غاړه لري.
خبر زیاتوي چې ګلبدین حکمتیار د امان ا... خان په کتنه کښې له هغه غوښتي چې له زده کړې وروسته د داعش ترهګرې ډلې کسان د کنړ ولایت په شیګل ولسوالۍ کښې دیره کړي.
افغان سرچینې باوري دي له دې مخکښې هم د داعش ترهګرې ډلې کوم غړي چې په پلازمینه کابل کښې نیول شوي وو، له حکمتیار سره د تړاؤ په وجه محاکمه نه شول څو له حزب اسلامي سره د داعشي ترهګرو اړیکې ایشوا نه شي.