په ننګرهار کښې د ټاکنو کمېسيون دروازه پرانېستل شوه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i76582-په_ننګرهار_کښې_د_ټاکنو_کمېسيون_دروازه_پرانېستل_شوه
د افغانستان د ننګرهار ولایت چارواکي وايي چې په دغه ولايت کې يې د ټاکنو کمېسيون د ولايتي دفتر دروازه بېرته خلاصه کړې او په تړاو يې د اعتراض کوونکو له ‌‌‌‌‌‌ډلې ۱۶ مقاومت کوونکي نيولي دي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 18, 2018 09:42 Asia/Kabul
  • په ننګرهار کښې د ټاکنو کمېسيون دروازه پرانېستل شوه

د افغانستان د ننګرهار ولایت چارواکي وايي چې په دغه ولايت کې يې د ټاکنو کمېسيون د ولايتي دفتر دروازه بېرته خلاصه کړې او په تړاو يې د اعتراض کوونکو له ‌‌‌‌‌‌ډلې ۱۶ مقاومت کوونکي نيولي دي.

د پژواک خبري آژانس د خبر له مخې په ختیځ ولایت ننګرهار کې د ټاکنو د ولايتي دفتر د دروازې مخې ته پرون د افغانستان د لوی ملي ايتلاف پلويانو خېمه ووهله او د دغه دفتر دروازه يې تړلې وه.

د ننګرهار د والي وياند عطاا... خوږياڼي نن وويل چې د امنيه قوماندان په مشرۍ امنيتي ځواکونو د شپې ناوخته يادې دوه خېمې ټولې او له پوليسو سره مقاومت کوونکي شپاړلس کسان یې ونيول.

دی وايي، په دغه ولایت کې د ټولټاکنو خپلواک کمېسيون دروازې په عادي ډول د خپلو مامورينو او ټولو مراجعينو پرمخ پرانېستل شوې دي .

هغه زياته کړه، د ننګرهار امنيه قوماندان مل پاسوال غلام سنايي ستانکزي ولايتي ادارې ته ‌‌‌‌‌‌ډا‌‌‌‌‌‌ډ ورکړی چې له ټولو هغو کسانو سره به سخت قانوني چلند وکړي چې په ناقانونه ډول خپلسري غيري قانوني تحرکات، د امنيتي ځواکونو له همغږۍ پرته لاريونونه، اعتراضونه او ورته نورې چارې تر سره کړي.

بلخوا د دغه ولايت يوې باوري امنيتي سرچينې ويلي چې نيول شويو کسانو کې د ولسي جرګې د غړي ظاهر قدير د ساتونکو مشر محمد نسيم هم شامل دی.

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت مرستيال څو ورځې مخکې ويلي و چې که  د ټاکنو د ولايتي دفترونو د تړلو هڅه وشوه، دوى به له زور څخه کار واخلي.