په کابل کښې د روسیې سفیر په امریکې نیوکه وکړه
Sep 26, 2018 04:05 Asia/Kabul
په کابل کښې د روسیې سفیر وویل: په افغانستان باندې د امریکې له پوځي حملې د اولسو کالو له تیریدو وروسته په دغه هیواد کښې لاهم ناامني، جنګ او د ملکي وګړو وژله روانه ده.
الیکزینډر رویکنتیس مانسکي پرون وویل: امریکا چې د امنیت د تامینولو او له ترهګرۍ او د نشه ایزو توکو له قاچاق سره د مبارزې په پلمه یې په افغانستان کښې جنګ پيأ کړی، د عامه افکارو د غولولو لپاره، روسیه ګرَمه بولي.
هغه زیاته کړه چې په افغانستان کښې د روسیې ګټې د لویدیځو هیوادونو په اپوټه دي ځکه چې روسیه او د سیمې نور هیوادونه په افغانستان کښې د جنګ د ختمیدو او د صلحې او ثبات او امنیت د ټینګیدو غوښتونکي دي.
د ویلو ده چې امریکایي چارواکو په ځلونو روسیه د طالب ډلې په ملاتړ تورنه کړې ده خو روسي چارواکو دغه تورونه تل رد کړي دي.
ټیګونه