ډنمارک په افغانستان کښې د خپلو پوځیانو شمیر زیاتوي
ډنمارک هیواد په افغانستان کښې د خپلو موجودو پوځي ځواکونو په شمیر کښې نوره اضافه کوي.
آوا خبري آژانس لیکلي چې په کابل کښې د ډنمارک نوي سفیر هیجبرګ پيټرسن د افغانستان له دفاع وزیر طارق شاه بهرامي سره په ملاقات کښې، په مختلفو ډګرونو کښې له افغانستان سره ډنمارک د ملګرتیاؤ خبر ورکړ او ویې ویل: ډنمارک به په افغانستان کښې د خپلو پوځي ځواکونو شمیر لازیات کړي.
ډنمارک نیت لري چې تقریباً د ۵۰ نورو پوځیانو په لیږلو سره په افغانستان کښې د خپلو موجودو ځواکونو شمیر یونیم سل تنو ته ورسوي.
نن سبا د ۱۶ زرو امریکایانو په شمول ۱۹ زره بهرني پوځیان، له ترهګرۍ سره د مبارزې او د امنیت د تامینولو په پلمه په افغانستان کښې شتون لري چې له ۲۰۰۱ کاله نه تراوسه یې نه یوازې په دغه هیواد کښې ناامنۍ ته لمن وهلې بلکې د ملکي افغانانو وژله ورځ په ورځ لاهم زیاتیږي.