افغان ولسمشر په حکومتي ادارو کښې د ښځو شتون زیاتول غواړي
د افغانستان ولسمشر اشرف غني په حکومتي ادارو کښې د ښځو د شتون د زیاتولو لپاره د خپل حکومت د هلوځلو خبر ورکړ.
محمد اشرف غني پرون په بلخ ولایت کښې د ښځو د حقوقو د فعالانو په کتنه کښې وویل: له دې وروسته به په حکومتي ادارو کښې د ښځو لپاره زیاته ونډه په نظر کښې وساتله شي.
د افغانستان ولسمشر په کرهڼیزو تولیداتو او د صادراتو په بهیر کښې د ښځو رول ته په اشارې سره ټینګار وکړ: که په دې دوو موضوعاتو تمرکز وشي نو د افغانستان صادرات به زیات شي.
غني په خپلو څرګندونو کښې همداشان وویل چې د ښځینه بندیانو دوسیې به یوځل بیا وڅیړلې شي او په شرطونو پوره قیدیانې به د بند د کمي او بخښنې په حکم کښې شاملې شي.
د ویلو ده چې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني پرون د یو پلاوي په مشرۍ بلخ ولایت ته تللی او هلته یې له چارواکو او د مختلفو پرګنو له خلکو سره کتلي دي.