خرازي وویل دصهیونیسټ رژیم ځواب حتمي دی
https://parstoday.ir/ps/news/event-i153806-خرازي_وویل_دصهیونیسټ_رژیم_ځواب_حتمي_دی
د ایران د بهرنیو اړیکو د ستراتیژیکی شورا مشر په دې خبرې سره چې صهیونیسټي رژیم ناسمې محاسبې کړي او ویلي یې دي: ایران به خامخا د صهیونیسټي رژیم تیریو ته په مناسب وخت او سم ډول ځواب ورکړي.
(last modified 2024-11-02T04:01:14+00:00 )
Nov 02, 2024 08:29 Asia/Kabul
  • خرازي وویل دصهیونیسټ رژیم ځواب حتمي دی

د ایران د بهرنیو اړیکو د ستراتیژیکی شورا مشر په دې خبرې سره چې صهیونیسټي رژیم ناسمې محاسبې کړي او ویلي یې دي: ایران به خامخا د صهیونیسټي رژیم تیریو ته په مناسب وخت او سم ډول ځواب ورکړي.

د ایران د بهرنیو اړیکو د ستراتیژیکی شورا مشر سید کمال خرازی د لبنان له المیادین خبری چینل سره په مرکه کښې وویل: صهیونیسټانو فکر کاوه  چې په غزې او لبنان باندې په حملواو د حماس او حزب الله مشرانو په شهادت سره به دغه ولسي غورځنګونه له مینځه یوسي خو د هغو اندازې غلطې وې .  

خرازي په دې خبرې سره چې په اسراییلو کې ډیر خلک په دغو غلطو محاسبو اعتراف کوي، څرګنده کړه: د مقاومت او ازادۍ فکر په پوځي عملیاتو سره نه شي له منځه تللی.

د ایران د بهرنیو اړیکو د ستراتیژیکی شورا مشر د دې پوښتنې په ځواب کې چې آیا د ایران اسلامی جمهوریت د صادق ۳ عملیاتو لپاره تیاری لری؟ وویل: ایران د جګړې لپاره چمتو دی، که څه هم دا علاقه نه لري چې جګړه ټولې سیمې ته خپره شي.

خزاری زیاته کړه: ایران د صهیونیسټی رژیم پرضد په خپلو حملو سره خپله وړتیا ثابته کړه، نو که د اسرائیل رژیم وغواړی خپلو تیریو ته دوام ورکړی، ایران به په طبیعی توګه ځواب ورکړی.

 

د ایران د بهرنیو چارو پخوانی وزیر همدارنګ د اسلامی جمهوریت د ایټمی ډاکټرین په باره کښې وویل: که د ایران اسلامی جمهوریت وجود ته ګواښ  پیښ شی نو تهران به د خپل پوځی ډاکټرین  سیاست بدلولو ته مجبوره شي .  

خرازی  ټینګار وکړ: ایران اوس مهال د وسلو د تولید لپاره لازمه وړتیا لري او یوازنی خنډ یې د رهبرۍ فتوا ده چې د اټومي وسلو په تولید یې بندیز لګولی دی.