په افغانستان کښې د امریکا شتون زیانمنونکی دی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i77148-په_افغانستان_کښې_د_امریکا_شتون_زیانمنونکی_دی
د افغانستان په ولسي جرګه کښې د ارزګان د خلکو استازي وویل: پراخ اداري فساد او د طبیعي زیرمو لوټل له هغو ستونزو دي چې د امریکې شتون پر افغانستان تپلې دي.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Oct 09, 2018 16:04 Asia/Kabul
  • په افغانستان کښې د امریکا شتون زیانمنونکی دی

د افغانستان په ولسي جرګه کښې د ارزګان د خلکو استازي وویل: پراخ اداري فساد او د طبیعي زیرمو لوټل له هغو ستونزو دي چې د امریکې شتون پر افغانستان تپلې دي.

تسنیم خبري آژانس لیکلي چې د افغانستان د پارلیمان غړي عبید ا... بارکزي وویل: امریکا په داسې حال کښې افغانستان کښې په کار کښې ۴ میلیارډ ډالره ورکوي چې په هلمند کښې د نشه ایزو موادو له قاچاقه یې سلګونه میلیارډ ډالر ترلاسه کړي دي.

هغه همداشان د افغانستان روانو حالاتو ته په اشارې سره د خپل هیواد پر حکومت نیوکه وکړه او ویې ویل: امریکا د افغانانو د ټولو بدبختیو لامل ده او په همدې وجه نړیوالې ټولنې ته نه دي پکار چې په افغانستان کښې د امریکایانو د شتون ملاتړ وکړي.