د افغانستان په انتخاباتو باندې په څارنه د امريکې د سفير اعتراف
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i77181-د_افغانستان_په_انتخاباتو_باندې_په_څارنه_د_امريکې_د_سفير_اعتراف
په افغانستان کښې د امريکې سفير اعتراف وکړ چې واشنګټن د دغه هېواد د ولسي جرګې د انتخاباتو په جوړېدو باندې څارنه لري.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 10, 2018 11:38 Asia/Kabul
  • د افغانستان په انتخاباتو باندې په څارنه د امريکې د سفير اعتراف

په افغانستان کښې د امريکې سفير اعتراف وکړ چې واشنګټن د دغه هېواد د ولسي جرګې د انتخاباتو په جوړېدو باندې څارنه لري.

د جان بس د وېنا له مخې شل امريکايان د افغانستان د انتخاباتو چې تر لسو نورو ورځو پورې ترسره کيږي په جوړېدو باندې څارنه لري. په افغانستان کښې زياتره سياسي ټولنې په دې باوري دي چې نه يوازې د دغه هېواد د ولسي جرګې انتخابات بلکه د هغو نتيجه هم د امريکې لپاره زياته مهمه ده. ځکه چې امريکه چې د ډېموکرېسۍ د ټينګښت او د ترهه ګرۍ د ختمولو په ادعا سره يې له ۲۰۰۱ کال راهسې په افغانستان باندې يرغل او قبضه کړې ده اوس يې په افغانستان کښې کارکردګي له پراخو کورنيو، سيمه ايزو او نړيوالو دباونو او نيوکو سره مخامخه ده.

 له دې امله امريکه د تش په نامه ډېموکرېسۍ غوښتونکې ادا ښودلو سره او د دې لپاره چې په افغانستان کښې يې شتون تاثير کونکے دے د دغه هېواد د ولسي جرګې د انتخاباتو په کولو تاکيد لري. له دې نه علاوه د امريکې حکومت کوشش کوي چې د انتخاباتو په انجنيئرۍ سره لويديځ پاله او خپل پلوي نمائندګان د افغانسان ولسي جرګې ته وليږي چې د راتلونکو کلونو لپاره له کابل حکومت سره د امنيتي تړون د بيا تائيدولو لپاره له مشکل سره مخامخ نه شي. په همدې وجه د امريکې حکومت د افغانستان په چارو کښې د خپل خاص استازي په توګه د زلمي خليلزاد په مقررولو سره د دغه هېواد د انتخاباتو په چلند باندې د تاثير کولو لپاره خپل کوششونه منظم کړي دي او په جديت سره يې تعقيبوي. په همدې وجه په افغانستان کښې سياسي او قانون جوړونکې ټولنې د دغه هېواد د انتخاباتو د چلند د انجنيئرۍ لپاره د لويديځو سفارتخانو په تېره بيا د امريکې له کوششونو څخه د اندېښنې څرګندونه کوي.

په افغانستان کښې د سياسي مسائلو کارپېژاندے رحمت ا... بيژن پور وائي:

" امريکه د خليل زاد په ذريعې په افغانستان کښې يو شمېر لوړ مهاله پروګرامونه مديريت کوي. خو هغه هم نه شي کولې په افغانستان کښې د امريکې ماتې خوړونکے حالت ښه کړي. ځکه چې په افغانستان کښې د امريکې له وړۍ نه څه شړۍ نه شي جوړېدې او خليلزاد د امريکې لخوا د خپلو ماموريتونو په قالب کښې له تاوتريخوالي ډک او قومي لانجې جوړوونکو سياستونو په تعقيبولو تورن دے.»

امريکائي ټولنې په خصوصاً په پټه توګه د افغانستان په شمول په مختلفو هېوادونو کښې خپل لاسوهونکي اقدامات تعقيبوي. له دې امله د انتخاباتو چلند ته په کابل کښې د امريکې د سفارت څرګند ننوتل ښودنه کوي چې له يوې خوا په دې اړه د امريکې او برطانيې ترمېنځ سيالۍ زياتې شوې دي او له بلې خوا د امريکې سفير کوشش کوي چې د افغانستان په ټولنه کښې دا پېغام خپور کړي چې د انتخاباتو د عمل نوښت د امريکې په اختيار کښې دے او عوامل يې په اسانۍ سره  د خپلې خوښې له عناصرو او نامزدو کسانو سره لوبې کولې شي. د هغو عواملو او شرکتونو لخوا چې له امريکې سره ملګرتيا لري په همدې لړ کښې د افغانستان د ولسي جرګې په انتخاباتو کښې له ګډون کونکو نامزدو سره د مختلفو غونډو جوړېدل په همدې لړ کښې د پام وړ دي.

د افغانستان مخکېنے ولسمشر حامد کرزے په دې اړه وائي:

" بهرنۍ ټولنې پکار دي د انتخاباتو په چارو کښې له لاسوهنو منعې کړې شي. په افغانستان کښې د انتخاباتو جوړېدو چلند پکار دي په کامله توګه افغان شي چې بهرنيان پکښې نفوذ ونکړې شي ځکه چې دغه چاره د خلقو د ازادو انخاباتو او د رائۍ د حق شفافيت او عادلانه والے له منځه وړي.

په هرحال له درې کلن ځنډه وروسته د افغانستان د ولسي جرګې انتخابات  په خپل برخليک او سياسي او امنيتي راتلونکي کښې د دغه هېواد د خلقو د ګډون لپاره يو مناسب فرصت دے او د کابل حکومت او له انتخاباتو سره اړوند ادارې پکار دي په جديت سره په دغو چارو کښې د هر ډول بهرنيو مداخلتونو مخنيوے وکړي چې د لويديځو ټولنو د سياستونو او طمو لپاره د افغانستان برخليک په کلي توګه بدلولې شي.

--------------