کابل چاودنې ولړزوۀ
Oct 14, 2018 09:23 Asia/Kabul
نن سحر د کابل د حامد کرزي نړيوال هوائي ډګر په سړک او د کورنيو چارو د وزارت له ودانۍ سره نزدې چاودنه رامنځته شوه.
له کابله زمونږ د خبريال د رپوټ له مخېنن شاوخوا د سحر د اتو بجو پر مهال د حامد کرزي هوائي ډګر ته نږدې چاودنه رامنځته شوه.
د کورنیو چارو وزارت دغه چاودنه تایید کړې ده.
امنیتې سرچینې وائي چې دغه پیښه د ځاے پر ځاے شویو چاودیدونکو موادو له وجې رامنځته شوي ده چې د دولت د مخالفینو له لوري د کابل ښار په لسمه ناحیه کښې د امام ابوحنیفه مسجد په څنګ کې ځاے پر ځاے شوي وو.
د سرچینو په وینا ،دغه پیښه له ځانه سره تلفات نه لري.
ټیګونه