اسلامی ایران د افغانستان له حکومت او خلکو سره خواخوږی څرګنده کړه
بهرام قاسمی په افغانستان کی د تاوتریخوالیو په ختمولو او ملی خبرو اترو په تینګار سره هیله څرګنده کړه د افغانستان د پارلیمانی انتخاباتو په درشل کی خبرې اترې ، د امنیت ټینګیدا او سولې ته رسیدا د حکومت او مخالفانو په جدی ایجنډا کې راشی
د اسلامی ایران د خارجه وزارت ویندوی ښاغلی بهرام قاسمی په کندهار کی د ترهه ګرې حملې په غندلو سره د دغې حملې د قربانیانو له کورنیو ، افغان دولت او ملت سره خپله خواخوږی څرګنده کړه .
بهرام قاسمی په افغانستان کی د تاوتریخوالیو په ختمولو او ملی خبرو اترو په تینګار سره هیله څرګنده کړه د افغانستان د پارلیمانی انتخاباتو په درشل کی خبرې اترې ، د امنیت ټینګیدا او سولې ته رسیدا د حکومت او مخالفانو په جدی ایجنډا کې راشی .
قاسمی ټینګار وکړ ایران له هر هغه نوښت چی د افغانستان د کړیدلیو خلکو د ګټو تضمینونکی وی ، ملاتړ کوی .
د افغانستان د ولسی جرګې ټاکنې سبا ترسره کیږی .