افغان ولسمشرد کندهار په شمول د هېواد امنیتي وضعیت وجاجوه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i77417-افغان_ولسمشرد_کندهار_په_شمول_د_هېواد_امنیتي_وضعیت_وجاجوه
د افغانستان د ارګ له مطبوعاتي دفتر په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر اشرف غني په کندهار کې د پرونۍ پېښې له امله د امنیتي او دفاعي برخې مسولینو ته تسلیت ووایه
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 19, 2018 11:04 Asia/Kabul
  •  افغان ولسمشرد کندهار په شمول د هېواد امنیتي وضعیت وجاجوه

د افغانستان د ارګ له مطبوعاتي دفتر په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر اشرف غني په کندهار کې د پرونۍ پېښې له امله د امنیتي او دفاعي برخې مسولینو ته تسلیت ووایه

 

د افغانستان ولسمشرمحمداشرف غني نن له غرمې مخکې د دفاع وزارت د سوق او ادارې په مرکز کې  د کندهار په ګډون د ټول هېواد امنیتي وضعیت وارزاوه.

د افغانستان د  ارګ له مطبوعاتي دفتر په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر اشرف غني په کندهار کې د پرونۍ پېښې له امله د امنیتي او دفاعي برخې مسولینو ته تسلیت ووایه .

سرچينه زياتوي چې  اشرف غنی همدارنګه د هېواد د امنیتي وضعیت د ښه والي په اړه مسولينو ته لازمې لارښونې وکړې. 

 افغان ولسمشر  اشرف غني د ولسي جرګې ټاکنو د ښه ترسره کېدو لپاره د امنیتي او دفاعي ارګانونو مسولینو د ټینګو امنیتي تدابیرو د قدرونې ترڅنګ د ملي امنیتي ځواکونو سرښندنې او د وسله والو مخالفينو د ځپلو په برخه کې د دوی اتلولۍ وستایلې. 

د يادونې ده چې پرون شاوخوا څلور بجې د کندهار ولايت په مقام کې له يوې غونډې وروسته چې په کې د کندهار د امنيتي چارواکو ترڅنګ په افغانستان کې د ناټو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال مېلر هم ګډون درلود، په يوه داخلي وسله وال بريد کې د کندهار امنيه قوماندان جنرال رازق او ددغه ولايت د ملي امنيت رييس جنرال عبدالمؤمن حسين خېل ووژل شول او د والي زلمي ويسا په ګډون يو شمېر کسان ټپيان شول.

ولسمشر په داسې حال کې د هېواد امنيتي وضعيت اروزي چې ټاکل شوې سبا( د تلې په ٢٨مه) په هېواد کې د ولسي جرګې ټاکنې ترسره شي.