نور هیوادونه باید د افغانستان په چارو کښې لاسوهنه نه کوی
-
د سولې خبرې اترې د نوامبر په نهمه(۹) نیټه په ماسکو کښې کیږي .
تسنیم خبری اژانس وایی د افغانستان ولسمشر اشرف غنی له طالبانو ډلې سره د سولې په اړه د «بین الافغانی» خبرو په ترسره کیدا ټینګار سره وویل پردیو ته به د هیواد دسولې د بهیر په اړه د فیصلې کولو اجازه ورنکړی .
هغه پرون د افغانستان په ختیځ کښې د پکتیکا ولایت له قومی مشرانو او اغیزشیندونکو شخصیتونو او علماو سره په کتنې وویل هیواد به دسولې اختیار پردیو ته ورنکړی .
اشرف غنی په دې خبرې سره چې له سیاسی نظره په افغانستان کښې د سولې دتامینولو زمینه برابره شوی ده یوځل بیا په طالبانو ډلې غږ وکړ بین الافغانی خبرو اترو ته چمتو شی .
دافغانستان ولسمشر اشرف غنی دغه راز د سولې په بهیر کښې د پاکستان رول ته په اشارې سره وویل کابل د سولې د ټینګیدا غوښتونکی دی او د اسلام اباد حکومت باید پوه شی چې ثبات لرونکی افغانستان د پاکستان په ګټه دی .
د افغانستان ولسمشر اشرف غنی مخکې په روسیې کښې له طالبانو ډلې سره د سولې په خبرو کښې د کابل دحکومت د یوه(۱) پلاوی له ګډون سره موافقه کړی وه .
دافغانستان د خارجه وزارت پرون وویل د سولې خبرې اترې د نوامبر په نهمه(۹) نیټه په ماسکو کښې کیږی .
دا په داسې حال کښې دی چې طالبانو په ځلونو د افغانستان له حکومت سره د سولې هرډول خبرې اترې له هیواده د امریکا دنیواکګرو عسکرو له وتلو سره مشروطه کړی وې .