د کابل له ګډون پرته د ماسکو غونډه هیڅ نتیجه نه لري
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ټینګار وکړ چې د ماسکو د صلحې په غونډه کښې د کابل له شتون پرته دغه غونډه هیڅ ګټه نه لري.
د تسنیم خبري آژانس د خبر له مخې د افغانستان د خارجه وزارت ویاند وویل: د کابل حکومت له ګډون پرته او د افغانانو په نه مالکیت سره د ماسکو د صلحې د غونډې ترسره کیدل د صلحې په بهیر هیڅ اغیزه نه لري.
صبغت ا... احمدي زیاته کړه: له روسیې سره د ماسکو د صلحې د غونډې په هکله خبرې اترې روانې دي او په دغه غونډه کښې د افغانستان د حکومت ګډون لا فاینل شوی نه دی.
د ویلو ده چې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په دې وروستیو کښې د افغانستان د حکومت او طالب ډلې د استازو په شتون سره په ماسکو کښې د صلحې د غونډې د ترسره کیدو خبر ورکړی و.
خبر زیاتوي، د ماسکو د صلحې غونډه په داسې حال کښې ټاکل شوې د روانې نومبر میاشتې په وړومبیو کښې ترسره شي چې له دې مخکښې په ستمبر میاشت کښې کیدونکې وه خو د افغانستان د حکومت په غوښتنه لغوه شوې وه.