قزاقستان هم د ماسکو د صلحې په غونډه کښې ګډون کوي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i77899-قزاقستان_هم_د_ماسکو_د_صلحې_په_غونډه_کښې_ګډون_کوي
د قزاقستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند د افغانستان د مسئلې په هکله د ماسکو د صلحې په غونډه کښې د خپل هیواد د استازو د ګډون خبر ورکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 05, 2018 03:56 Asia/Kabul
  • قزاقستان هم د ماسکو د صلحې په غونډه کښې ګډون کوي

د قزاقستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند د افغانستان د مسئلې په هکله د ماسکو د صلحې په غونډه کښې د خپل هیواد د استازو د ګډون خبر ورکړ.

مهر خبري آژانس لیکلي چې ایبیک صمدیاروف پرون وویل: د افغانستان په چارو کښې د قزاقستان د ولسمشر ځانګړی استازی او د خارجه وزیر مرستیال به د ماسکو په کوربه توب د نومبر د نهمې نیټې په غونډه کښې ګډون وکړي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت هم ویلي دي: دا وړومبی ځل دی چې د طالب ډلې پلاوی په هغه نړیواله غونډه کښې ګډون کوي چې د افغانستان د صلحې په لړ کښې د نورو هیوادونو د مرستیال خارجه وزیرانو او ځانګړو استازو په کچه ترسره کیدونکې ده.

ماسکو د تیر ۲۰۱۷ کال په دسمبر میاشته کښې هم د افغانستان د صلحې په هکله د پاکستان، چین او روسیې د درې اړخیزې غونډې کوربه و او د دې لړۍ دویمه غونډه ټاکل شوې وه چې د روان کال په ستمبر میاشت کښې ترسره شي خو د افغان ولسمشر اشرف غني په غوښتنه وځنډیدله.