دافغانستان استازی د ماسکو په غونډې کښې ګډون نه کوی
-
دافغانستان طالبانو تراوسه په دغه غونډې کښې دګډون کولو په اړه څه نه دي ویلي .
دافغانستان د «طلوع نیوز» ټیلی ویژن خبری سایټ راپور ورکړ ددغه هیواد دباندنیو چارو وزارت ټینګار وکړ دافغانستان استازی د ماسکو دسولې په غونډې کښې ګډون نه کوی .
دافغانستان د خارجه وزارت ویاند صبغت الله احمدی پرون وویل یوازې د سولې دلوړې شورا یوشمیر غړی به د ماسکو د سولې په کانفرنس کښې ګډون وکړی .
هغه د ماسکو دسولې په غونډې کښې دافغانستان د حکومت داستازیو د ګډون دنه کولو علت په دغه ناستې کښې دګډون لپاره طالبانو ډلې ته د روسیې بلنه وبلله .
په عین حال کښې د افغانستان د سولې لوړه شورا وایی د دغه شورا د مرستیال «حاجی دین محمد» په مشرۍ یو(۱) پلاوی د ماسکو په کانفرنس کښې برخه اخلی .
د روسیې خارجه وزارت څه موده مخکې د افغانستان د حکومت ، د طالبانو ، د ایران ، دپاکستان ، د هند ، دچین او دامریکا داستازیو په ګډون سره دماسکو دسولې دغونډې د ترسره کیدا خبر ورکړی وو .
دافغانستان طالبانو تراوسه په دغه غونډې کښې دګډون کولو په اړه څه نه دی ویلی .