دافغانستان طالبان دماسکو په غونډې کې ګډون ته تیار دی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i77970-دافغانستان_طالبان_دماسکو_په_غونډې_کې_ګډون_ته_تیار_دی
ټاکل شوې ده ، دماسکو سولې غونډه د نومبر په نهمه نیټه ترسره شی ، حال دا چې د غه غونډه له دې مخکې ټاکل شوې وه دنومبر په څلورمه ترسره شی ، خو د افغانستان د حکومت په غوښتنې سره ځنډول شوې وه . البته ډیری شناندی اوکارپوهان په دغې غونډې کې د افغان حکومت د نه ګډون فیصله د واشنګټن د چارواکو فیصله ګڼی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Nov 07, 2018 11:57 Asia/Kabul
  •   دافغانستان طالبان دماسکو په غونډې کې ګډون ته تیار دی

ټاکل شوې ده ، دماسکو سولې غونډه د نومبر په نهمه نیټه ترسره شی ، حال دا چې د غه غونډه له دې مخکې ټاکل شوې وه دنومبر په څلورمه ترسره شی ، خو د افغانستان د حکومت په غوښتنې سره ځنډول شوې وه . البته ډیری شناندی اوکارپوهان په دغې غونډې کې د افغان حکومت د نه ګډون فیصله د واشنګټن د چارواکو فیصله ګڼی .

زمونږخبریال دصداي افغان خبری آژانس له قوله راپورراکړ په قطر کې د طالبانو ډلې  دسیاسی دفتر ویندوي سهیل شاهین  وئیلي دي،ددغې ډلې استازي   د افغانستان د سولې لپاره دماسکو په غونډې کې په ګډون سره  په دغه هیوادکې د امنیت  دتامینیدا اود جنګ  دختمیدو لپاره خپله لیدتوګه  بیانوي .

 طالبانو له دې مخکې  دافغانستان دسولې په خبرواترو کې ګډون  له دغه هیواده د بهرنیو  عسکرو له وتلو سره  مشروط  کړی ؤ .

  په داسې حال کې طالبان  په دغې غونډې کې دګډون لپاره  خپل چمتووالی اعلانوي ، چې  چې دافغانستان خارجه وزارت  هم  ټينګار کړی ، د  ماسکو  په سولې غونډې کې د کابل حکومت   ګډون نه کوي . او یوازې د دغه هیواد دسولې دعالی شورا یو شمیر غړي  به   دماسکو دسولې په غونډې کې ګډون وکړي .

ټاکل شوې ده ،  دماسکو سولې غونډه  د نومبر په نهمه نیټه   ترسره شي ،  حال دا چې د غه غونډه له دې مخکې  ټاکل شوې وه  دنومبر په څلورمه ترسره شي ، خو د افغانستان د حکومت په غوښتنې سره ځنډول شوې وه . البته ډیری  شناندي اوکارپوهان  په دغې غونډې کې د  افغان حکومت د نه ګډون فیصله   د واشنګټن د چارواکو  فیصله  ګڼي .

وروستي راپورونه ښئ طالبانو په داسې حال کې د  ماسکو دسولې په غونډې کې  دګډون  فیصله کړې ، چې  طالبانو نن سهار هم د غزنی ولایت  په  جاغوری ولسوالۍ باندې  چې  دافغانستان یوه ډیره کراره سیمه ښودل کیږي ،حمله کړې  او  په دغې سیمې کې د حکومتي  مامورانو او طالبانو تر مینځ سخت جنګ  روان دی .البته د دغې سختې جګړې  داحتمالی مرګ ژوبلو په باب  کوم راپور  نه دی ترلاسه شوی .