دکابل دحکومت په نمایندګۍدسولې دعالی شوراپلاوی ماسکو ته رسیدلی
دطالبانو یوه ویندوی ذبیح ا.. مجاهد په یوې خبرتیا کې وئیلی دی ، په ماسکو کې به د کابل له حکومتی پلاوی سره هیڅ ډول خبرې ونه کړی او د طالبانو ډلې دپلاوی دنده ،یوازې نړیوالو ته د طالبانو د موقف رسول دی
زمونږخبریال راپور راکړ دافغانستان د سولې دعالی شورا ویندوی احسان طاهری بیګا ووئیل دافغانستان د حکومت له خوا په نمایندګۍ پلاوی دروسیې ماسکو په سفر تللی ،څو په ماسکو کې د افغانستان د سولې په غونډې کې چې ټاکل شوې ده د جمعې په ورځ ترسره شی ، ګډون کوی .
داپه داسې حال کې دی چې د طالبانو ډلې هم په ماسکو کې د افغانستان د سولې غونډې ته دخپل پلاوی لیږدول تائید کړی ، خو وئیلی ئې دی چې دوی په دغې غونډې کې د سولې دخبرواترو په نیّت ګډون نه کوی ،بلکې له افغانستانه د نیواکګرو د وتلو دڅرنګوالی په باب خپل دریځ د نړیوالو غوږونو ته رسوی .
دطالبانو یوه ویندوی ذبیح ا.. مجاهد په یوې خبرتیا کې وئیلی دی ، په ماسکو کې به د کابل له حکومتی پلاوی سره هیڅ ډول خبرې ونه کړی او د طالبانو ډلې دپلاوی دنده ،یوازې نړیوالو ته د طالبانو د موقف رسول دی
ډیری شناندی وائی دا لومړنی ځل دی ، چې دافغانستاند سولې دعالی شورا پلاوی دطالبانو ډلې له یوه پلاوی سره په یوه میز کینی .
امریکا هم په ماسکو کې د افغانستان د سولې په غونډې کې دګډون لپاره دیوه پلاوی د لیږدولو خبر ورکړی ؤ .
ټاکل شوې ده په ماسکو کې د افغانستان د سولې په دغې نننۍ کیدونکی غونډې کې د دولسو سیمه ایزو او له سیمې د ورآخوا هیوادونو نمایندګان ګډون وکړی .