د افغان د صلحې په اړه د ماسکو غونډه پيل شوه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i78007-د_افغان_د_صلحې_په_اړه_د_ماسکو_غونډه_پيل_شوه
د افغان صلحې په اړه د ماسکو غونډه نن د افغانستان د صلحې د عالي شورا، طالبانو او د سيمې د ١٢ هېوادونو د استازو په ګډون پيل شوه.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 09, 2018 11:27 Asia/Kabul
  • د افغان د صلحې په اړه د ماسکو غونډه پيل شوه

د افغان صلحې په اړه د ماسکو غونډه نن د افغانستان د صلحې د عالي شورا، طالبانو او د سيمې د ١٢ هېوادونو د استازو په ګډون پيل شوه.

د افغانستان د صلحې عالي شورا وياند سيد احسان طاهري نن وويل چې د ماسکو د غونـډې ایجنډا د افغانستان صلحه او د حکومت او طالبانو ترمنځ د خبرو اترو پيلول دي.

 د ده په وينا، د صلحې عالي شورا څلور کسيز پلاوى په دغه غونډه کې ګډون کوي.

د هغه د معلوماتو له مخې، د پلاوي مشري حاجي دين محمد کوي او په کې مېرمن حبيبه سرابي، عبدالخبير اوچقون او مولوي عطاءالرحمن سليم شامل دي.

د طالب ډلې يو وياند ذبيح ا... مجاهدهم نن په یوه خبرپاڼه کې ويلي چې د ماسکو په غونډه کې د دوى پنځه کسيز پلاوى ګډون کوي.

د هغه د معلوماتو له مخې، په دغه پلاوي کې محمد عباس ستانکزی، مولوي عبدالسلام حنفي، مولوي شهاب الدين دلاور، مولوي ضياء الرحمن مدني او محمد سهيل شاهين شامل دي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د دوي پلاوى به په دې غونډه کې له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو د وتلو په اړه خپل دريځ روښانه کړي.