افغانستان او سیمې ته د خلیل زاد دویم سفر پيل شو
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i78008-افغانستان_او_سیمې_ته_د_خلیل_زاد_دویم_سفر_پيل_شو
د افغانستان د صلحې د بهیر لپاره د امریکې ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد نن افغانستان او د سیمې هیوادونو ته د خپل سفر دویم پړاؤ نن پیل کړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 09, 2018 12:00 Asia/Kabul
  • افغانستان او سیمې ته د خلیل زاد دویم سفر پيل شو

د افغانستان د صلحې د بهیر لپاره د امریکې ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد نن افغانستان او د سیمې هیوادونو ته د خپل سفر دویم پړاؤ نن پیل کړ.

تسنیم خبري آژانس لیکلي چې د خلیلزاد د سفر هدف د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمینځ د صلحې د مذاکراتو د پیلولو لپاره هلې ځلې اعلان شوې دي.

ټاکل شوې چې زلمی خلیلزاد په دې ۱۲ ورځني سفر کښې پاکستان، اماراتو او قطر ته هم لاړ شي.

خلیل زاد په داسې حال کښې له طالب ډلې سره د صلحې د خبرواترو د دوام غوښتونکی دی چې دغې ډلې د افغانستان له حکومت سره د صلحې هرډول خبرې اترې له افغانستانه د امریکايي پوځیانو په وتلو پورې شرطمنې کړې دي.