د افغانستان په جنګ جګړو کښې ۸۵ ترهه ګر ووژل شول
د افغانستان په څو ولايتونو کښې د امنيتي ځواکونو په عملياتو کښې پينځه اتيا ترهه ګر ووژل شول.
له کابل نه زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې د افغانستان د دفاع وزارت په يوې بيانيه کښې وويل، په غزنی، وردک، لوگر، پکتيا، کنړ، ننگرهار، قندهار، فراه، قندوز، نيمروز او هلمند ولايتونو کښې په تېرو څلوريشتو ګېنټو کښې د افغان امنيتي ځواکونو په عملياتو کښې همدارنګ نهه څلوېښت نور ترهه ګر هم زخمي شول.
د افغانستان د دفاع وزارت د ترهه ګرو هويت ته بې له څه اشارې وويل، له دغو ترهه ګرو څخه دوه دېرش تنه يوازې په قندوز ولايت کښې ووژل شول.
د يو بل خبر له مخې د غزني ولايت په جاغوري هزاره مېښته ولسوالۍ باندې د طالب ډلې په حمله کښې پينځويشت افغان فوځيان ووژل شول او يو شمېر نور ژوبل شول.
په جاغوري ولسوالۍ په وروستۍ يوه هفته کښې څو ځل طالب ډلې حملې کړې دي.