د افغانستان د ولسمشرۍ د ماڼۍ مخې ته احتجاجي غونډه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i78073-د_افغانستان_د_ولسمشرۍ_د_ماڼۍ_مخې_ته_احتجاجي_غونډه
د افغانستان په زرګونو خلقو د دغه هېواد د غزني ولايت په جاغوري او مالستان ولسوالي د طالب ډلې په حملو باندې په اعتراض کښې د افغانستان د ولسمشرۍ د ماڼۍ مخې ته احتجاجي غونډه وکړه.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 12, 2018 03:03 Asia/Kabul
  • د افغانستان د ولسمشرۍ د ماڼۍ مخې ته احتجاجي غونډه

د افغانستان په زرګونو خلقو د دغه هېواد د غزني ولايت په جاغوري او مالستان ولسوالي د طالب ډلې په حملو باندې په اعتراض کښې د افغانستان د ولسمشرۍ د ماڼۍ مخې ته احتجاجي غونډه وکړه.

د ايرنا د رپوټ له مخې د افغانستان خلقو بېګا په دغه احتجاجي غونډه کښې په غزني ولايت د طالب ډلې له حملو سره د مقابلې لپاره د تازه دم ځواکونو د لېږلو غوښتنه وکړه.

احتجاج کونکو دولت، امنيت امنيت او په غزني کښې د خلقو له غميزناکې وژلې مخنيوے وکړئ په شان شعارونو په ورکولو سره په غزني ولايت د طالب ځواکونو حملې وغندلې.

د افغانستان د غزني ولايت پوليسو پرون وويل د دغه ولايت په جاغوري ولسوالۍ د طالب ځواکونو په حمله کښې پينځويشت فوځي ځواکونه او لس عامه وګړي ووژل شول.

د دغه رپوټ له مخې په دغو حملو کښې شپږ فوځيان او اته عامه افغان وګړي ژوبل هم شول.