د امریکا ماتې په افغانستان کښې د روسیې د مینځګړیتوب وجه ده
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i78091-د_امریکا_ماتې_په_افغانستان_کښې_د_روسیې_د_مینځګړیتوب_وجه_ده
یوه جګپوړي روسي دیپلومات وویل: ماسکو غواړي چې د افغانستان د صلحې لپاره د منځګړتوب رول ولوبوي ځکه چې فکر کوي امریکا په افغانستان کې ناکامه شوې ده.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 13, 2018 01:22 Asia/Kabul
  • د امریکا ماتې په افغانستان کښې د روسیې د مینځګړیتوب وجه ده

یوه جګپوړي روسي دیپلومات وویل: ماسکو غواړي چې د افغانستان د صلحې لپاره د منځګړتوب رول ولوبوي ځکه چې فکر کوي امریکا په افغانستان کې ناکامه شوې ده.

د اسوشیتید پریس خبري اژانس د راپور له مخې، د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر استازي ضمیر کابلوف وویل: د افغانستان له صلحې سره د مرستې لپاره د روسیې هلې ځلې د دې لپاره نه دي چې د امریکا د هڅو مخه ونیسي، بلکې د خپلو روا امنیتي اندېښنو لپاره دي.

ده ټینګار وکړ چې په افغانستان کې د جګړې دوام د روسیې او د هغې د منځنۍ اسیا د متحدانو ګټې ګواښي.

کابلوف په ماسکو کې یوې غونډې ته وویل«افغانستان زموږ د غوږ ترڅنګ دی نو د روسیې او د هغې د متحدانو ملي ګټې په خطر کې دي. موږ د روان وضعیت په وړاندې لاس تر زنې نه شو کښېنستلی. موږ امریکا ته خبر ورکړ چې د لانجې د حل کولو په هڅو کې بریالۍ نه ښکاري.»

ضمیر کابلوف دا خبره وروسته له دې وکړه چې د تیرې جمعې په ورځ (نومبرپه نهمه) ماسکو د طالبانو او د صلحې د شورا د استازو په ګډون د افغانستان په اړه د یوه کنفرانس کوربه وه.

کابلوف همداراز وویل چې امریکا او ناټو نه یوازې د افغانستان د جګړې په پای ته رسولو کې بریالي شوي نه دي بلکې شخړه یې لا پراخه کړې ده. ده په افغانستان کې د طالبانو د نفوذ د ساحو پراختیا د خپلې ادعا ثبوت وباله.

«لوېدیځوالو په افغانستان کې جګړه بایللې ده، خو په دې څرګند حقیقت اعتراف نه کوي. که دوي د زور کارولو او پوځي لارې ته دوام ورکړي نو یوازې به د زرګونو نورو انسانانو وینې وبهېږي.»

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي یادونه وکړه چې د افغانستان د جګړې ختمیدل د روسیې، چین، پاکستان او ایران په ګډون د سیمې د هیوادونو په ګټه دي او دوي باید په دې لړ کښې لا ډېر فعال رول ولوبوي.