داعش د کابل د پرونۍ حملې پړه ومنله
Nov 13, 2018 01:34 Asia/Kabul
داعش ترهګرې ډلې د کابل د استقلال لېسې مخې ته د پرونۍ انتحاري حملې مسوولیت په غاړه واخیست.
داعش ترهګرې ډلې د کابل د استقلال لېسې مخې ته د هغې ځانمرګې حملې مسوولیت په غاړه واخیست چې پکښې ۶ تنه وژل شوي او شاوخوا ۲۰ نور ژوبل شوي دي.
د پېښې اکثره قربانیان امنیتي ځواکونه دي.
د کابل پولیس وايي: انتحاري حمله کوونکي غوښتل چې ځان پرون په کابل کښې د روانو مظاهرو د ګډونوالو په منځ کې والوزوي خو دوی يې مخه ونیوله مګر د تلاشۍ په مهال ترهګر ځان والوزاوه.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، داعش په خپل ویب سایټ کښې ادعا کړې چې دا برید د دې ډلې یوه غړي کړی دی.
ټیګونه